د چارو ادارې لوی رئیس؛ زده کړه د هر مسؤول لپاره یو اساسي اصل دی

د چارو ادارې لوی رئیس؛ زده کړه د هر مسؤول لپاره یو اساسي اصل دی
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس د وزارتونو او ادارو د دفتر ریاستونو رئیسانو او امرینو ته د فرمانونو، حکمونو، قوانینو او اداري مراسلاتو زده کړیزه دوره د ولایتونو دفتر رئیسانو لپاره چې شپږ ورځې ده، پیل شوه.
شنبه، ۱۴۴۷.هـ.ق. محرم الحرام ۱۶مه/۱۴۰۴.هـ.ش. چنګاښ ۲۱مه.
دغه غونډه نن د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د غونډو تالار کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او د ولایتونو د دفتر رئیسانو په گډون ترسره شوه.
د چارو ادارې لوی رئیس، شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی تل پر دې ټينګار کوي، چې هر مسؤول باید د خپل کاري مسؤولیت له تقاضاء سره سم لازم مهارتونه ترلاسه کړي، د دولتي کارکوونکو د ظرفیت لوړول نه یوازې د کاري بهیر د چټکتیا لامل ګرځي، بلکې د خلکو د رضایت سبب هم کېږي، چې دا د اسلامي نظام له بنسټیزو موخو څخه شمېرل کېږي.
نوموړي وویل: د اسلامي امارت له اساسي موخو څخه یو هم خلکو ته چټک، مؤثر او باکیفیته خدمات وړاندې کول دي، د دې موخې د تحقق لپاره اړینه ده، چې د یوې ادارې کارکوونکي د لازم علم، کاري مهارتونو او مسلکي وړتیاوو درلودونکي وي؛ ترڅو ادارې په مؤثر ډول خپل مأموریتونه ترسره او ټولنه له عملي خدمتونو برخمنه شي.
یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.