هلمند کې د لقمان حکيم سوداګريز مارکېټ جوړولو چارې پيل شوې

د پانګونې اسانتيا رياست د عامه او خصوصي مشارکت معاونيت او نوي عمري ودانیز شرکت ترمنځ د شوي تړون له مخې په هلمند کې د ۳۶۷ ميليونه افغانيو په ارزښت د لقمان حکيم سوداګريز مارکېټ جوړولو پروژه چې د عامه او خصوصي مشارکت پر اساس ترسره کيږي؛ پیل شوې.
د دې پروژې پرانيستې مراسم چې نن چهارشنبه( جمادي الاول ۱۸مه/ لړم ۳۰مه) په هلمند کې ترسره شول، په کې د پانګونې اسانتيا رياست د عامه او خصوصي مشارکت مرستيال مفتي عبدالواحد عثماني، د هلمند ولایتي مسؤولينو او د نوي عمري ودانيز شرکت د استازو او پانګوالو ګډون کړی و.
د پانګونې اسانتيا رياست د مسؤولينو د معلوماتو له مخې ياد مارکېټ چې په (۸۶۷۰) متره مربع ساحه کې په (۵) پوړونو کې ودانیږي، یو منزل ځمکتل لري؛ چې یوه برخه يې د وسایطو د تم ځای لپاره ځانګړی شوی، دوه لومړي پوړونه یې (۶۰۷) دوکانونه لري، دریم او څلورم پوړونه یې ټولټال (۵۶) استوګنیز اپارتمانونه لري.
د ياد مارکېټ د جوړولو په چارو کې به ۱۵۰۰ تنو ته د کار کولو زمينه برابره شي او همدا راز له چمتو کېدو وروسته به تر ۲۰۰۰ تنو په کې په دوامداره توګه په کار بوخت شي.
د دې پروژې تړون چې د عامه او خصوصي مشارکت پر اساس شوی دی، په کې د اسلامي امارت ونډه (۴۰) سلنه په پام کې نیول شوې ده او ټوله موده يې (۲۰) کاله اټکل شوې ده، چې (۳) کاله یې ودانیزه او (۱۷) کاله يې د ګټې اخيستنې موده ده.
د یادې پروژې د تړون په موده کې د ۴۰ فیصده ونډې پر بنسټ (۵۹۳،۴) میلیونه افغانۍ عواید د افغانستان اسلامي امارت ته ورکول کیږي، همدا راز (۳۲،۸) میلیونه افغانۍ انتفاعي مالیات او (۱۲۶،۴) میلیونه افغانۍ پر عوایدو له مالیاتو څخه د افغانستان اسلامي امارت سهم ته لیږدول کیږي، چې په ټوله کې له دې پروژې څخه (۷۵۲،۱) میلیونه افغانۍ عواید د افغانستان اسلامي امارت او (۵۰۵،۷) میلیونه افغانۍ خصوصي سکتور ته خالصه ګټه رسیږي.