ازموینو ملي اداره

ازموینو ملي اداره
د ازموینو ملي ادارې(ازما) لنډه تاریخچه او فعالیتونه
ازموینو ملي اداره چې د افغانستان اسلامي امارت په چوکاټ کې په خپلواکه توګه چارې پر مخ وړي، مسؤولیت یې په هېواد کې د بېلابېلو علمي، اکاډمیکو او امارتي ادارو لپاره د ډله ییزو ازموینو له لارې د وړ او مستعد کادرونو انتخاب او ورپېژندل دي. دغه اداره د مسلکي کادرونو او نویو تخنیکي سیستمونو په مرسته په هېواد کې د ډله ییزو ازموینو په برخه کې یو منلي او باوري سیستم رامنځته کړی چې له امله یې تحصیلي بنسټونو ته د نویو محصلانو د ورپېژندنې سربېره بېلابېلو امارتي ادارو لپاره ازموینې اخلي او له لارې یې اړوندو برخو ته وړ اشخاص ورپېژني.
د ۱۴۰۰ کال زمري میاشتې ۲۴ په هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت د بریا او واکمنېدو وروسته د ازموینو ملي اداره یو له هغو ادارو وه، چې له پخوا رهیسې یې د اسلامي امارت د مشرانو پاملرنه ځانته را اړولې وه، همغه و چې دغه اداره د ا.ا.ا د معاشاتو د تنظیم او تشکیلاتو کمیسیون د ۱۴۴۳/۵/۱۰ ق (۱۴۰۰/۹/۲۳ ه) نېټې (۶) شمېرې مصوبې پر بنسټ د پخوا په څېر خپلواکه پاتې شوه او خپلو فعالیتونو ته یې دوام ورکړ.
ازموینو ملي اداره(ازما) په هېواد کې د بېلابېلو ادارو لپاره ډله ییزې ازموینې اخلي او د رقابتي پروسو له لارې وړ او مستعد کادرونه، تحصیلي بنسټونو او بېلابېلو علمي او اکاډمیکو ادارو ته ورپېژني.
دغه اداره هڅه کوي د ټولنیز عدالت او علمي وړتیا پر بنیاد په ټولنه کې تعلیمي او تحصیلي مثبت رقابت عام او بېلابېلو برخو کې مسلکيتوب ته وده ورکړي، څو کار اهل کار ته وسپارل شي او په تعلیمي، تحصیلي او کاري پروسو کې اغېزمنتوب رامنځته شي.
د ازموینو ملي ادارې ځینې سترې او مهمې ډله ییزې ازموینې عبارت دي له:
- په تحصیلي بنسټونو کې د جذب په موخه هر کال له دولسمو ټولګیو فارغانو څخه په امارتي پوهنتونونو کې د جذب په موخه د کانکور ازموینې اخیستل.
- په امارتي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو لپاره د محصلانو د جذب ازموینو اخیستل.
- هر کال د طب پوهنځیو له فارغانو څخه د ایګزیټ ازموینې اخیستل.
- د عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارت اړوند طبي اکمال تخصص ورودي او خروجي ازموینو اخیستل.
- د امارتي پوهنتونونو لپاره د فوق لیسانس(ماسټرۍ او دوکتورا) برنامو لپاره د محصلانو د جذب ازموینو اخیستل.
- د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو اړوندو نظامي اکاډمیو ازموینو اخیستل.
- د طلبای کرامو او مدارسو فارغانو څخه د ثانویه او مافوق الثانیو درجو تثبیت ازموینو اخیستل.
- د پوهنې وزارت لپاره د ښوونکو او ادارې کارکوونکو د جذب ازموینو اخیستل.
- د کابل پوهنتون حقوقي ستاژ ازموینې اخیستل.
- د بېلابېلو ادارو لپاره د مسلکي او تخصصي کارکوونکو د ګمارنې ازموینو اخیستل.
ازموینو ملي اداره د هرې ازموینې لپاره یا په فزیکي او یا هم په الکترونیکي بڼه د نوملیکنې فورمونه ویشي او د نوملیکنې پروسې له بشپړېدو وروسته یاد فورمونه راټولوي او په سیستم کې یې ثبتوي چې له مخې یې ګډونوالو ته د ازموینې کارتونه، ځواب پاڼې، پوښتنو کتابچې چاپیږي.
د فورمونو له راټولو او ثبت وروسته د ازموینو ګډونوالو ته د کارتونو وېش او بایومتریک معلوماتو ثبت مهالوېش اعلانیږي او ورپسې د ګډونوالو ازموینې اخیستل کیږي.
ازموینو ملي اداره هڅه کوي د هرې ازموینې اخیستلو وروسته تر یوې اونۍ پورې پایلې اعلان کړي او بریالي ګډونوالو مربوطه ادارو ته وروپېژني.
د ازموینو ملي ادارې د نوملیکنې فورمو لینک() په دغه لینک کې د ټولو ازموینو د نوم لیکنې فورمونه موجود دي، یادونه کوو چې د ازموینې د نوملیکنې فورمې نظر وخت و زمان ته تغیر مومي او د هرې ازموینې لپاره نوی فورم ډیزاین کیږي او په لینک کې ځای پر ځای کیږي.
د ازموینو ملي ادارې د پایلو اعلان لینک() په دغه لینک کې د ټولو اخیستلو ازموینو نتایج شتون لري.
......................
ازموینو ملي ادارې اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت د لاندې ادرسونو له لارې د ازموینو په تړاو معلومات خپروي
ازموینو ملي ادارې رسمي برېښنالیک: archive@nexa.gov.af
ازموینو ملي ادارې وېب پاڼه: www.nexa.gov.af
ازموینو ملي ادارې ټولنیزو پاڼو ادرسونه:
فیسبوک: ادارۀ ملی امتحانات - NExA – ازموینو ملي اداره(nexagovaf)
X(ټویټر): @NExA_gov_af
ټلیګرام: t.me/NExA_gov_afg
انسټاګرام: Instagram/NExA_gov_af
وټساپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029VaVol28Chq6KKUXARG1r
د ازموینو ملي ادارې چاپي آثار: ازموینو ملي ادارې اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت له لورې (ازموینه) په نامه کلنۍ مجله چاپیږي چې په کې بېلابېل علمي، ادبي او ټولنیز مضامین نشریږي.
د ازموینو ملي ادارې اړوند کارکوونکو ټیلفون شمېرې:
- د ازموینو ملي ادارې مقام د دفتر آمر (احمد نوید نوري) ټیلفون شمېره(۰۷۴۷۲۶۵۴۷۶)
- د ازموینو ملي ادارې مقام سکرتر (عبدالسلام حنفي) ټیلفون شمېره(۰۷۶۶۹۱۷۶۹۹)
- د ازموینو ملي ادارې اطلاعاتو او عامه اړیکو اړوندو معلوماتي شمېره(۰۷۴۸۱۴۷۳۱۱، ۰۷۴۴۳۲۴۴۲۴)
- ازموینو ملي ادارې پذیرش دفتر شمېره(۰۷۴۹۹۸۸۵۲۸)