د کابينې یوویشتمه غونډه: د لاس پلورونکو د تنظیم طرحې او د څلوېښت سلنه فیس د تخفیف په اړه بحث وشو

د کابينې یوویشتمه غونډه: د لاس پلورونکو د تنظیم طرحې او د څلوېښت سلنه فیس د تخفیف په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې یوویشتمه غونډه د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه (۱۴۴۶ هـ.ق کال ذوالقعده ۲۸مه/ غبرګولي ۵مه نېټه) ترسره شوه.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، په کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

غونډه کې د لاس پلورونکو د تنظیم طرحه تایید او د څلوېښت فیصده فیس په تخفیف د مشرتابه له منظورۍ وروسته د تایید وړ وګڼل شوه.


همدا راز د اقتصادي زونونو د ارزونې کمیټې راپور تأیید او د صنعت او تجارت وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه خپلې چارې له مربوطه ارګانونو سره په همغږۍ ترتیب او پرمخ یوسي.

د یادونې وړ ده، چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او پرېکړو وروسته د خیر په دعاء پای ته ورسېده.