د چارو ادارې لوی رئیس: د ودانیزو چارو لپاره باید لارې آسانه شي

د چارو ادارې لوی رئیس: د ودانیزو چارو لپاره باید لارې آسانه شي

د امارتي ځمکو د نمرو د خرڅولو او وېش او د ودانیزو چارو د اجازې ورکړې قانون انفاذ په هکله د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالى د ۳مې ګڼې فرمان په هکله ناسته ترسره شوه.

چهار‌شنبه، ربیع الاول درېیمه/ وږي پنځمه.
یاده غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات حقاني او د یو شمېر وزارتونو او ادارو مسؤولینو او استازو ګډون درلود.

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: د اسلامي امارت مسؤولین او اړوندې ادارې هڅه کوي، چې د خلکو د ورځني ژوند په چارو کې اسانتیاوې رامنځته شي. د عملي کارونو د پلي کېدو لپاره لازمې لارې چارې برابرې کړي؛ ترڅو ولس د خدماتو په برخه کې له ډېرو اسانتیاوو برخمن شي.

د چارو ادارې لوی رئیس وویل؛ د خلکو د اوسېدو او کاروبار د منظم سیستم برابرول د اسلامي امارت له مهمو موخو څخه دي.

اړوندې ادارې په دوامداره ډول کار کوي؛ ترڅو هېواد د پرمختګ، ثبات او هوساینې پر لور رهبري شي او ولس د سوکاله ژوند څښتن شي.

نوموړي وویل: د امارتي ځمکو د نمرو د خرڅلاو، وېش او د ودانیزو چارو د اجازې ورکړې قانون نافذېدل، د خلکو د استوګنځیو ستونزې په اساسي ډول کموي، د ښارونو د منظمې ودې لپاره زمینه برابروي او د ودانیزو چارو په بهیر کې نظم او شفافیت تضمینوي.

یاده غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.