د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

 

دا غونډه سه‌شنبه، ذو القعدې۲۲مه/غوایي۳۰مه. د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس مفتي عبدالواحد عثماني په مشرۍ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د استازو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې پیل کې د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: کله چې موږ او تاسو کومه برخه کې بنیادي او بنسټیز ګام اخلو، له شک پرته به ښې پایلې پرې مرتب کېږي.

ورپسې د غونډې ګډونوالو خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل او غوښتنه یې وکړه چې کوم موارد ډیر اړین نه دي هغه دې ترې لرې شي او نوي فارمټ کې دې د ټولو تخنیکي کسانو وړاندیزونه او نظرونه واخیستل شي؛ ترڅو دا بهیر ګړندی شي او شته ستونزې له منځه لاړې شي.

د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس د ګډونوالو غوښتنې او نظرونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ چې موږ کوښښ کوو؛ ترڅو د هر وزارت لپاره د پالیسۍ او ستراتيژۍ داسې فارمټ جوړ کړو چې ډېر پېچلی او زیات جزئیات ونه لري، بلکې ساده وي او په ښه توګه د تطبیق وړ وګرځي.

یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.