د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د نوې نسخې داوطلبۍ اړوند ورکشاپ ترسره شو

د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د نوې نسخې داوطلبۍ اړوند ورکشاپ ترسره شو
دوشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق، ربیعالاخر ۲۷/ تلې ۲۸مه.
د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د نوې نسخې داوطلبۍ مودیول په اړه د نظرپوښتنې لومړی ورکشاپ، د ملي تدارکاتو ریاست پامیر تالار کې ترسره شو.
د افغانستان برېښنايي تدارکاتو سیسټم د امارتي تدارکاتو په بهیر کې له مهمو اداري اصلاحاتو څخه شمېرل کېږي، چې موخه یې د تدارکاتي پروسو چټکتیا، ساده والی، شفافیت، د فساد مخنیوی، پر وخت تصمیم نیونه، اسان او پر وخت راپور ورکول او د نظارت کیفیت لوړول دي. دغه سېسټم د کاغذي او اوږدو پروسو لنډول، مستند او دقیق معلوماتو ته د لاسرسي او د وخت سپما له لارې د تدارکاتو د لا اغېزناک مدیریت لپاره طرحه شوی دی، چې په کې د ملي تدارکاتو ریاست د رهبرۍ، د تدارکاتو د امرینو، همکارانو او اداري چارو استازو ګډون کړی وو.
د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د پراختیا امریت څرګنده کړه چې د دې ورکشاپ موخه د ذینفعو اړخونو نظریات او اړتیاوې راټولول، د پروسو لا ساده کول، د خصوصي سکټور ملاتړ، د بهرنۍ پانګونې د جلب اسانتیاوې او د نظام په کچه د تدارکاتو یو واحد، کره او ځواب ویونکی میکانیزم رامنځته کول دي.
همداراز ټینګار وشو چې په نږدې راتلونکي کې به له ټولو امارتي ادارو او نورو ذینفعو سره ورته پروګرامونه ترسره شي؛ ترڅو د ټولو کارکوونکو نظرونه د سېسټم د نوې نسخې د پرمختګ لپاره په پام کې ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان برېښنایي تدارکاتو سېسټم د سیمې په کچه یواځینی سیال سېسټم دی چې تدارکاتي پروسو برخه کې په پراخه کچه اسانتیاوې وړاندې کوي.