شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور: د اسلامي امارت استقامت، محرومیتونه په پرمختګونو بدل کړل
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور: د اسلامي امارت استقامت، محرومیتونه په پرمختګونو بدل کړل
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او د امارت چارو د انسجام مرستیال مولوي سیف الدین تائب د یادې ادارې رئیسانو، امرینو او کارکوونکو ته د اختر مبارکۍ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې کډون او وینا وکړه.
نن یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال ذي الحجې ۱۴مه/۱۴۰۵ هـ ش د غبرگولي لسمه
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخالحدیث مولوي نور الحق انور وویل: د اسلامي امارت د متین عزم او قوي استقامت په پایله کې، الله تعالی هغه محرومیتونه چې پر اسلامي امارت وضع شوي وو، په پرمختګونو بدل کړل، چې موږ او تاسو یې نن شاهدان یو؛ داسې پرمختګونه چې له امله یې اوس نړیوال هم د هېواد په امن او ثبات قائل دي.
د چارو ادارې عمومي رئیس وویل: د شکر ځای دی چې نن موږ د اسلامي امارت تر سیوري لاندې ژوند کوو؛ داسې نظام چې د انبیاء علیهم السلام د مبارک مسیر پر نقش قدم روان دی. اسلامي امارت ټول خطرونه پر ځان منلي، خو هېڅکله له خپل حق موقف څخه نه دی په شا شوی، او الله تعالی یې هم نصرت کړی دی.
یاده غونډه چې د قران کریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.