د چارو ادارې لوی رئیس د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د معرفي غونډه کې ګډون وکړ

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د لوړو زدهکړو وزارت نوي علمي معین د معرفي غونډه کې ګډون وکړ.
دا غونډه چې نن یکشنبه( شعبان المعظم ۱۷مه/سلواغې ۲۸مه) د لوړو زدهکړو وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ پکې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم، نوي علمي معین شیخ ضیاءالرحمن اریوبي او يو شمېر نورو مسؤولینو برخه اخیستې وه.
غونډې ته د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په خپله وینا کې وویل؛ د الله تعالی ډیر لوی مرحمت او انعام دی چې افغانان یې له اسلامي نظام څخه برخمن کړي دي.
اسلامي نظام دنيوي او اخروي ګټې لري چې يو له هغو څخه د ټاکنو بهیر دی؛ دلته پخوا ټاکنو کې لوی کشمکش او جنجالونه وو، د نورو اهدافو لپاره خلک ګمارل کېدل او ملي ګټې له پامه لوېدلي وې، خو په اسلامي امارت کې ټاکنې د نظام او هیواد مصالحو ته په کتو ترسره کېږي، دلته د زور، زر او فشار خبره نشته، دلته مسؤول کومه لېوالتیا، حرص او تمایل نه لري، بلکې د امیر لخوا ورته مسؤولیت سپارل کېږي او دا کمال او لاسته راوړنه نه، مګر امانت ګڼي.
د چارو ادارې لوی رئیس وويل چې د اسلامي امارت مسؤولین لکه څرنګه یې چې يې د دندو او مسؤوليت ترلاسه کولو غوښتنه نده کړې او نه یې کوي؛ ځان د دې لپاره وړ، با کفایته، خودخواه او مغرور هم نه ګڼي، بلکې ځان عاجز ګڼي، د خپلو اثر لاندې کارکوونکو څخه رایه او نظر اخلي، مشورو ته یې غوږ نیسي، چې دا یې یو بل لوی د کامیابۍ سبب ده.
همدا راز په دې غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزير شيخ ندا محمد نديم، نوي علمي معين شيخ ضياء الرحمن اريوبي هم ويناوې وکړې او دا مجلس چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.