نیمروز ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې کمپلکس لپاره د لس جریبه ځمکې تثبیت
نیمروز ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې کمپلکس لپاره د لس جریبه ځمکې تثبیت
د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایهګذارۍ د تسهیل رئیس مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد په مشرۍ، د مالیې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، ښار او کور جوړونې، صنعت او کانونو وزارتونو او د سوداګرۍ او پانګونې خونو د استازو څخه جوړ شوي پلاوي د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۴مه، نیمروز ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي مولوي عبدالمنان محمود سره وکتل.
یاد پلاوي د سفر پیل کې د نیمروز ولایت له والي سره وکتل او د دغه سفر موخې او پروګرامونه یې تشریح کړل. د نیمروز والي د یاد پروګرام د هرکلي ترڅنګ، سوداګرو او پانګوالو ته د خدمتونو د ښه والي لپاره د ترسره شویو هڅو ستاینه وکړه او د ولایت اړوندو سکټوري ریاستونو ته یې لارښوونه وکړه، تر څو د اړتیا وړ ځمکو د تثبیت بهیر ژر تر ژره عملي کړي.
د همدې لارښوونې په تعقیب، د نیمروز ولایت مسؤولینو د سوداګرو او پانګوالو لپاره د ځانګړي خدماتي کمپلکس د جوړولو په موخه لس جریبه ځمکه تثبیت کړه او د قانوني لېږد بهیر به هم پیل شي.
د وړاندې شوې طرحې له مخې، ټاکل شوې ده چې په یاده ساحه کې د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق له بودجې څخه د خدماتو واحد مرکز، جومات، هوټل، استراحت ځای او رسټورانټ جوړ شي، ترڅو د نیمروز بندر کې د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د سوداګریزو او پانګونې فعالیتونو د اسانتیا لپاره زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد د دغه سفر په ترڅ کې نیمروز ولایت کې د ودانیزو چارو له پرمختګ او د سکنر دستګاوو د نصب له بهیر څخه هم کتنه وکړه او د دغو پروژو د چټک بشپړېدو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.