6 لړم 1404
                          
                      د برښنا شرکت
 
                                              د شهرت/برېښنا بل د نوم سمون د پروسې لارښود
د دې فورم د پرمخ وړلو بهیر د مهالویش له مخې په (۱) ورځ کې په (۳) پړاوونو کې تنظیم او تشریح شوی دی.
پړاو (۱): د مراجعينو خدمتونو لومړني اجراات د متقاضي لپاره
- مشتری د خپل شهرت/ د مېتر نمبر د سمون لپاره د مراجعينو خدمتونو مدیریت ته مراجعه کوي.
- د فورم ډکول، مسلسل نمبر ثبتول او د معلوماتو څانګې له لوري د فورم وېش.
پړاو (۲):
یادونه: که د مشتری غوښتنه د شهرت يا د ساحې د سمون په اړه وي او د معلوماتو څانګې په فورم کې د شهرت/ساحې د سمون برخه نښه کړې وي، نو د مراجعينو خدمتونو کارکوونکی د اسنادو، سیستم، برېښنا بل او تذکرې پر بنسټ د مشتری شهرت په سیستم کې سموي او د مراجعينو خدمتونو مدیر يې تاییدوي.
که د مېتر ټایپ/نمبر د سمون اړتیا وي:
- د اړوند مراجعينو خدمتونو د کارکوونکي لاسليک په ټاکلي ځای کې.
- د مېتر لوست کتاب ملاحظه، د فورم اړوند برخه ډکول او د مېتر د ملاحظه مامور لاسليک.
- د اړوند ساحې د سرګروپ/تخنیکي کارکوونکي لاسليک په ټاکلي ځای کې.
- د جنکشن مدیر لاسليک او تاييدي په ټاکلي ځای کې.
که نورو معلوماتو ته اړتیا وي:
- د اړوند مراجعينو خدمتونو مدیر له خوا د تېرو سنو د مدیریت/د اسنادو ساتنې برخې څخه د اسنادو کاپي غوښتنه.
- د اسنادو کاپيو وړاندې کول او ضميمه کول او د تېرو سنو/اسنادو ساتنې د کارکوونکي لاسليک.
- په فورم کې د ترلاسه کېدو او صادريدو نېټې ثبتول.
پړاو (۳): د مراجعينو خدمتونه
- د مراجعينو خدمتونو د مدیر تاييدي او لاسليک.
- په فورم کې د ترلاسه کېدو او صادريدو نېټې ثبتول.