6 لړم 1404
                          
                      د برښنا شرکت
 
                                              
د نوم تعدیل (د مشتری د بدلون) د پروسې لارښود
د دې فورم د پرمخ وړلو بهیر د مهالویش له مخې لږ تر لږه په هممهاله توګه او ډېر تر ډېره په یوه ورځ کې په دوه پړاوونو کې تنظیم شوی دی.
پړاو (۱): د مراجعينو خدمتونو لومړني اجراات د متقاضي لپاره
- مشتری د نوم د تعدیل (د مشتری د بدلون په صورت کې د ملکیت د پلور یا ورته حالت) لپاره د مراجعينو خدمتونو مدیریت ته مراجعه کوي.
- د فورم ډکول، مسلسل نمبر درجول، د معلوماتو څانګې له لوري د فورم وېش او د وېشونکي لاسليک.
پړاو (۲): د اړوند مراجعينو خدمتونو مدیریت
- د سروي کوونکي نوم او د اړیکې شمېره د مراجعينو خدمتونو مدیر لخوا درج کېږي.
- د ساحې لېدنه او سروي، د ټولو معلوماتو درجول په فورم کې او د سروي کوونکي لاسليک په ټاکلي ځای کې.
- د سروي نظریې تايید د عملیاتي مسؤل لخوا.
- د تادیې وړ مبلغ محاسبه او درجول په فورم کې او د عوایدو د راټولولو د څانګې لاسليک.
- د فورم ویزه او کنټرول او د کنټرول څانګې لاسليک.
- د مراجعينو خدمتونو د مدیر تايید او لاسليک.
- د فورم د ترلاسه کولو او صادریدو نېټې درجول.