د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست، د شمال د امارتي ډبرو سکرو شرکت په استازیتوب، هوډ لري چې د ۶۳٬۷۹۰ ټنه ډبرو سکرو د انتقال پروژې قرارداد د یاد شرکت له زیرمو څخه د غوري سمنټو فابریکې ته، د لاندې داوطلبۍ شمېرې NPD/NCE/1404/NCB/NC-1517 سره سم، د اعتماد میهن لوژستیکي خدماتي شرکت ته ورکړي.
یاد شرکت د D-82970 جواز نمبر لري او پته یې کابل، شهر نو، حاجي یعقوب څلور لارې. د قرارداد مجموعي بیه ۱۰۸٬۷۶۹٬۳۰۰ (یو سلو اته میلیونه او اووه سوه نهه شپېته زره او درې سوه افغانۍ) ټاکل شوې ده.
هغه حقیقي او حکمي اشخاصو چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، اجازه ورکول کېږي چې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اووه ورځو پورې، خپل اعتراض د اسنادو او دلایلو په مټ، د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې له مخې، د ملي تدارکاتو ریاست ته په لیکلي ډول وړاندې کړي.
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، ملي تدارکاتو ریاست، تخنیکي مرستیالي، د تدارکاتي اسانتیاوو امریت، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دا خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنا نده او تر هغه چې پورته یاد شوي قانوني مراحل بشپړ نه شي، قرارداد به نهايي نه شي.