درې تفریحي سیمو کې نوي جوماتونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
درې تفریحي سیمو کې نوي جوماتونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د چارو ادارې لوی ریاست د ودانیو ساتنې او څارنې ریاست له لوري درې بابه جوماتونه چې د پغمان بالاباغ تفریحي سیمه کې د ۱۶۵ متر مربع مساحت، د پغمان قصر تپې تفریحي سیمه کې د ۱۳۵ متره مربع مساحت او شهرنو کلوله پشتې تپې سیمه کې د ۸۰ متره مربع مساحت سره جوړ شول.
سهشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق ذوالقعدې څلورمه/۱۴۰۵هـ.ش غوایي لومړۍ.
د یادو جوماتونو د پرانیستې په ویاړ د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د ودانیو ساتنې او څارنې رئیس مولوي محمد یوسف سعد او یو شمېر نورو مسؤولینو له دغو سیمو څخه لیدنه وکړه.
د چارو ادارې لوی رئیس په خپله وینا کې وویل؛ دا هغه سیمې دي چې له کلونو راهیسې کورني او بهرني سیلانیان د تفریح په موخه ورته راتلل، خو د لمانځه لپاره مناسب او مشخص ځای پکې نه و موجود.
شیخ الحدیث نورالحق انور زیاته کړه؛ د مسلمانانو لپاره لمونځ اساسي فریضه ده او داسې اسانتیاوې باید هر ځای کې برابرې وي؛ پخوا دلته بېلابېلې اسانتیاوې موجودې وې، خو د جومات نشتون یوه تشه وه. اوس د الله تعالی په فضل او د مسؤولینو په هڅو دا اړتیا پوره شوه؛ ترڅو خلک وکولای شي لمونځونه په ټاکلو وختونو کې اداء کړي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.