د داوطلبۍ خبرتیا

 

د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برښنا شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د داوطلبۍ په دې پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي. خپل وړاندیزونه د شرطنامې شرایطو او د تدارکاتي اصولو او طرزالعمل سره سم، د اعلان له خپرېدو څخه تر افر پرانېستې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته په سرتړلي شکل وسپاري.

د پروژې نوم: د معلوماتي ټکنالوژۍ وسایل او د اړتیا وړ ډیسک ټاپ او لپ ټاپ کمپیوټرونه (دوه لاټه)
د وړاندیز شمېره: NPD/DABS/1404/NCB/G-185
بانکي تضمین: د لومړۍ لاټ لپاره ۹۰۰،۰۰۰ افغانۍ او د دویم لاټ لپاره ۳۵۰،۰۰۰ افغانۍ ټاکل شوي.
د افر پرانیستلو نېټه: د ۱۴۰۴ لمریز کال د غویي ۱۵مه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو.
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۱۴۳۲۷۴
بریښنالیک پته: npd.bidding1@gmail.com
پته: ملي تدارکاتو ریاست، د مرمرینې ماڼۍ ترڅنګ، د ا.ا.ا، د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
یادونه: ناوخته او انلاین وړاندیزونه نه منل کېږي.