د کابینې نهمه غونډه: د غیر مالیاتي عوائدو او نفت او ګازو د لابراتوارونو په اړه بحث وشو
د کابینې نهمه غونډه: د غیر مالیاتي عوائدو او نفت او ګازو د لابراتوارونو په اړه بحث وشو
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې نهمه غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادی الاولی میاشتې په ۱۹مه او د ۱۴.۴ هـ ش کال د لړم په ۱۹ مه نېټه تر سره شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه پکې د هېواد د لوړو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو په اړه بحث او ځینې پریکړې ترسره شوې.
غونډه کې د پراختیایي پروژو د څرنګوالي په اړه بحث او د غیر مالیاتي عوایدو راپورونه تایید شول او پرېکړه وشوه چې مربوطه ادارې دې ټول شوي وړاندیزونه په نظر کې ونیسي، په ځانګړي ډول د پراختیایي پروژو اړوند؛ ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره او اسانتیاوې رامنځته شي.
همدا راز د مالیې وزارت ته لارښوونه وشوه چې هر څومره ژر کېدلای شي د نفت او ګازو د لابراتوارونو اړوند دستګاوې دې له معیار او کیفیت ادارې سره په همغږۍ وپېرل شي؛ ترڅو د غیر معیاري نفتو او ګازو د واریدېدلو په سمه توګه مخه ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.