د چارو ادارې لوی رئیس؛ ولس ته د اغیزمنو او چټکو خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي

د چارو ادارې لوی رئیس؛ ولس ته د اغیزمنو او چټکو خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس د وزارتونو او ادارو د دفتر ریاستونو رئیسانو او امرینو ته د فرمانونو، حکمونو، قوانینو او اداري مراسلاتو زده کړیزه دوره چې لس ورځې وړاندې پیل شوې وه نن پای ته ورسېده.
دغه غونډه نن سه شنبه ذوالقعده ۲۹مه د غبرګولي ۶مه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د غونډو تالار کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او د وزارتونو د دفتر رئیسانو په گډون ترسره شوه.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی تل په دې هڅه کې دی، چې هر مسؤول د خپل کاري مسؤولیت په رڼا کې لازم مهارتونه ترلاسه کړي؛ ترڅو چارې مؤثرې، منظمې او له هر ډول ځنډ او خنډ څخه خوندي پاتې شي. د ادارو د کارکوونکو د ظرفیت لوړول نه یوازې د کاري بهیر چټکتیا تضمینوي، بلکې د خلکو رضایت هم تر لاسه کوي، چې دا د اسلامي نظام له مهمو موخو څخه ګڼل کېږي.
نوموړي وویل: خلکو ته د اغیزمنو او چټکو خدمتونو وړاندې کول د افغانستان اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. دا موخه هغه مهال ترلاسه کېدای شي چې زموږ د ملکي خدمتونو لوړ رتبه او ټيټ رتبه مسؤولین د علم، مهارت او مسلکي وړتیاوو په گاڼه سمبال وي. د مدیرانو او کارکوونکو زده کړه او د هغوی د ظرفیتونو لوړول د اسلامي نظام مسؤولیت دی.
یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.