د بریښنایي تدارکاتو (AGEOPS) سیسټم عملي روزنه د ۶۴ امارتي ادارو کارکوونکو ته ترسره شوه

د بریښنایي تدارکاتو (AGEOPS) سیسټم عملي روزنه د ۶۴ امارتي ادارو کارکوونکو ته ترسره شوه

د ملکي خدمتونو په انسټیټیوټ کې د مرکزي او ولایتي امارتي ادارو ۶۴ کارکوونکو ته د چارو ادارې عمومي ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د بریښنایي تدارکاتو سیسټم امریت له لوري د بریښنایي تدارکاتو (AGEOPS) د سیسټم عملي روزنه وړاندې شوه.

په دې روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د تدارکاتي پروسې ټول پړاوونه، د تدارکاتي پلان له ترتیب څخه نیولې، د داوطلبۍ اعلان، د افرونو ارزونه، د قرارداد تر عقد او ثبت پورې، د tenders.ageops.af له لارې په عملي ډول وروښودل شول. همدارنګه، ګډونوالو ته د سیسټم د بېلابېلو برخو د کارونې، شفافو تدارکاتي کړنلارو او غوره عملي تجربو په اړه لازمې لارښوونې وړاندې شوې.

د دې روزنې موخه د کارکوونکو د تخنیکي ظرفیت لوړول، د بریښنایي تدارکاتو سیسټم اغېزناک تطبیق، او د تدارکاتي پروسو د شفافیت، چټکتیا او حساب ورکونې پیاوړتیا ده.