د کار او ټولنیزو چارو وزارت
د کار او ټولنیزو چارو وزارت لنډه پېژندنه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ۱۳۵۹ لمریز کال کی د یو شمېر هغو ادارو د ادغام په پایله کې منځته راغی، چې په غیرمنسجم او پراګنده ډول یې د کار او ټولنې د هوساینې په برخو کې یې فعالیتونه درلودل، چې (د کار او ټولنیزو تأمیناتو لوی ریاست) په نوم ونومول شو او د هغه وخت د وزیرانو شورا په چوکاټ کې د دولتي ادارې مرکزي ارګان په توګه په فعالیت پیل وکړ. وروسته بیا په ۱۳۶۳ کال کې یاد ریاست د (د کار او ټولنیزو تأمیناتو دولتي ادارې) په نوم د یوې مستقلې ادارې په توګه وپېژندل شو. په ۱۳۶۷ کال د میزان په میاشت کې یې نوم یو ځل بیا تغییر وکړ او د «د کار او ټولنیزو تأمیناتو مرکزي ادارې» په نامه د رتبې څخه په لوړه کچه منظور او فعالیتونه یې د دولتي او غیردولتي ادارو او په افغانستان کې مېشتو بهرنیو مؤسساتو په کچه پر مخ بیول.
په ۱۳۶۹ کال کې د وړکتونونو او روزنتونونو ریاستونه او د مېرمنو ټولنه چې کاري ساحه او شعارونه یې (د ټولنې هوساینه او ټولنیز خوندیتوب) وو، د هغه وخت دولت د ۵/۳/۱۳۶۹ نېټې د ۸۱۶ ګڼې فرمان په اساس له یادې ادارې سره مدغم او د ملي شورا له تأیید وروسته نوموړې ادارې د وزارت کچې ته ارتقاء وکړه.
په ۱۳۷۶ کال کې د افغانستان اسلامي امارت د حاکمیت په لومړۍ دوره کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو ځل بیا په مافوق رتبه کې لوی ریاست ته تنزیل شو.
د لنډمهالې ادارې په منځته راتلو سره دا ریاست یو ځل بیا د وزارت کچې ته لوړ او په ۱۳۸۵ کال کې د وخت ادارې د ۲۳/۵/۱۳۸۵ نېټې د ۱۹۰۳ ګڼې حکم په اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یوځای شو او هغه مهال یې د کار معینیت، ټولنیزو چارو معینیت، مالي او اداري معینیت سربېره د شهیدانو او معلولینو چارو معینیت هم درلود او په ۳۴ ولایتونو کې یې ریاستونه فعال وو.
په ۱۳۹۷ هجري شمسي کال کې د وخت ادارې د ۱۵/۷/۱۳۹۷ نېټې د ۷۵ ګڼې فرمان له مخې، د شهیدانو او معلولینو چارو معینیت د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه جلا او د یوې مستقلې ادارې په توګه یې فعالیت ته دوام ورکړ، چې بیا وروسته د همدې کال د مرغومي ۲۹ نېټې د ۱۳۲ ګڼې فرمان له مخې یاده اداره د ( د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت) تر عنوان لاندې جوړه شوه.
د تقاعد خزینې لوی ریاست د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۲۲/۵/۱۳۸۲ نېټې د ۸۱ګڼې وړاندیز په اساس او وخت د دولت رئیس د ۱/۶/۱۳۸۲نېټې د ۳۴۳۲ګڼې حکم په اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره یوځای شوی و او په ۱۳۹۸ هجري شمسي کال کې د وخت جهمور رئیس د ۱۵/۱۱/۱۳۹۸ نېټې د ۲۵۵۴ګڼې حکم په اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت له چوکاټ څخه بېل او د مالیې له وزارت سره یوځای شو.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د افغانستان اسلامي امارت له کلیدي وزارتونو څخه دی، چې په هېواد کې د غوره کار ترویج، او کار د نورو برخو تنظیم او ترتیب، ټولنیز خوندیتوب، بې سرپرسته ماشومانو او ښځو لپاره د ټولنیزې هوساینې د خدمتونو برابرولو لپاره هڅې کوي.
پر دې سربېره د کار او ټولنیزو چارو وزارت نور مسوولیتونه په لاندې ډول یادولای شو:
- په هېواد کار د غوره ترویجول؛
- په هېواد کې د بېکارۍ کچې د کمښت په موخه هراړخیزې هلې ځلې کول؛
- په هېواد کې د زیانمنو اقشارو لپاره د ټولنیز خوندیتوب رامنځته کول؛
- په افغانستان کې د ماشومانو د کار او په ځانګړې توګه د شاقه کار له منځه وړل؛
- په ټولنه کې ګوښه شویو یا منزوي اقشارو ته پاملرنه او د ناانډولیو له منځه وړل؛
- بېکاره هېوادوالو ته د فني او حرفوي زدهکړو د زمینې برابرول او هغوی ته حتیالوس د کاري وسایلو ویش؛
- د هغه قوانينو وضع کول، چي د معلولو کسانو او مېرمنو ملاتړ وکړي او پياوړي کړي؛
- له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته د فني او حرفوي زدهکړو ورکول؛
- خپلو کورنیو ته د رد مرزي ماشومان سپارل.
-----------------------------------------------------------------
د روزنتونونو د لیلیې چارو کړنلاره
لومړی فصل
عمومي احکام
مبنی
لومړۍ ماده:
دا کړنلاره د روزنتونونو د لیلیې د چارو د غوره تنظیم په موخه ترتیب شوېده.
موخې:
دوهیمه ماده:
دا کړنلاره لاندې موخې لري:
۱ـ د هېواد په کچه د روزنتونونو اړوند د لیلیې چارو اداره، د فعالیتونو انسجام او غوره تنظیم؛
۲ـ په روزنتونونو کې د مناسبو شرایطو برابرول او د ښوونې او روزنې له برنامو څخه د ماشومانو اغیزناکه استفاده؛
۳ـ په روزنتونونو کې په شرایطو د برابرو ماشومانو د پالنه، ساتنه، اعاشه او اباته.
اصطلاحات
درېیمه ماده:
لاندی اصطلاحات په دغه کړنلاره کی لاندینی مفهومونه افاده کوي:
۱- د روزنتون لیلیه: په روزنتون کې د شاملو ماشومانو د اوسېدنې ځای دی، چې هلته د ماشومانو ساتنه، مراقبت، ښوونه، اعاشه او اباته د روزنتون په لګښتونو ترسره کېږي؛
۲- د لیلیې مربي ( د ماشومانو ساتونکی): هغه شخص دی، چې د لیلیې چارو ترتیب، تنظیم، او په لیلیه کې د شاملو ماشومانو مراقبت، ساتنه او لارښوونه د دې کړنلارې مطابق ترسره کوي؛
۳- په لیلیه کې شامل ماشومان: د روزنتونونو له لوري د ماشومانو د عمر او جنسیت په نظر کې نیولو سره وېشل او په جلا ځایونو کې تر مراقبت او ساتنې لاندې نیول کېږي؛
۴- د ماشومانو تصنیف: د روزنتونونو ماشومان په غیر ممیز، ممیز ماشومانو او تنکيو ځوانانو وېشل کېږي:
۵- غیر ممیز: هغه ماشوم ته ویل کېږي، چې د اوه کلنۍ عمر یې نه وي بشپړ کړی؛
۶- ممیز ماشوم: هغه ماشوم ته ویل کېږي، چې اوه کاله یې بشپړ او د ۱۲ کاله عمر یې نه وي بشپړ کړي؛
۷- تنکی ځوان: هغه ماشوم ته ویل کېږي، چې ۱۲ کاله یې بشپړ او د ۱۸ کاله عمر یې نه وي بشپړ کړي؛
۸ـ د ماشوم ولي: پلار، مور، ورور، خور، نیکه، نیا، کاکا، ماما، عمه او خاله دي.
د پلی کولو (د تطبیق) ساحه
څلورمه ماده:
دغه کړنلاره په ټولو امارتي او خصوصي روزنتونونو باندی یو ډول د تطبیق وړ ده.
دویم فصل
وجایب او مکلفیتونه
د روزنتونونو د ریاست او د ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ولایتي ریاستونو مکلفیتونه
پنځمه ماده:
۱ـ د روزنتونو ریاست او د ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونه د چارو رهبري، د ماشومانو له معیشتي وضعیت څخه نظارت او کنټرول، د آمرینو، مدیرانو، د لیلیې او د لیلیې ماشومانو د اوسېدنې په اجراآتو او فعالیتونو کې مکلفیت لري؛
۲ـ د لیلیو د شرایطو د بهبود لپاره د نویو میکانیزمونو طرح او رامنځته کول؛
۳ـ د کمزورۍ او قوت ځایونو پیدا کول او د ستونزو د حل لپاره پر وخت رسېدنه.
د روزنتون د آمر مکلفیتونه
شپږمه ماده:
د روزنتون آمر لاندې مکلفیتونه لري:
1- د 24 ساعته مهال ویش، خوراک، جامو، نظم، پاکوالي، د لیلیې خونو او شاوخوا سیمو څخه دوامداره څارنه، په وخت سره د ماشومانو قانوني غوښتنو ته رسېدنه او په لیلیه کې د نیمګړتیاوو حل کول؛
2- د کارکوونکو له لورې د ماشومانو توکي او لوازم له نه استفادې څخه ډاډ ترلاسه کول؛3- په دوامداره توګه د لیلیې د ټولو برخو له پاکوالي څخه ډاډ ترلاسه کول؛4- لږ تر لږه په اونۍ کې یو ځل، د لیلیې د مدیریت لخوا د لیلیې د ماشومانو په ګډون عمومي حشر په لاره اچول؛5- شته مالي امکاناتو ته په کتو سره د ذیصلاح مقام له هدایت څخه وروسته د علمي او تفریحي سیر او سفر برنامو تنظیمول؛
۶- د میاشتني، شپږ میاشتني او کلني پلان ترتیبول.
د مدیرانو مکلفیتونه
اوومه ماده:
۱- د اسلامي احکام او معتقداتو، ملي او اخلاقي ارزښتونو، قواعدو او دستورالعملونو رعایتول؛
۲- په لیلیه کې شاملو ماشومانو لپاره د جلا دوسیو، معلوماتي ډیټابیس رامنځته کول او په لیلیه کې د ماشوم حضور او نهحضور لپاره د حاضرۍ ترتیبول؛
3- د کلنیو فصلونو په پام کی نیولو سره ۲۴ساعته مهالويش جوړول او ورځ کاره او شپه کاره مربیانو ته یې ویشل؛
۴- ماشومانو ته د هویت کارت ویشل او ورځکاره او شپهکاره مربیانو ته د هغوی معرفي کول؛
۵- د لیلی ماشومانو ته د تعین شوي نورم مطابق د روغتیايي توکو او البسې له توزیع، کنټرول او جمع اوقید څخه ېې ډاډ ترلاسه کول؛
۶- لیلیې ته د ممنوعه شیانو له راوړلو څخه د مخنیوي په موخه په اونۍ کی یو ځل او د اړتیا په صورت کی په غیر مترقبه توګه د لیلیې له خونو څخه جدي څارنه کول؛
۷- د ممنوعه شیانو د شتون په صورت کی عاملین یی تشخیص او د هغوی د تأدیب په موخه موضوع د سلسله مراتبو په رعایت سره د ریاست مقام ته په اسرع د وخت سره وړاندې کول؛
۸- مدیران دی د ادغام وړ ماشوم چی د ۱۸ کلنۍ عمر بشپړ او یا د دولسم ټولګي څخه فارغیږی، په ګوته او د هغوی د ادغام اسناد دی شپږ میاشتې وړاندې بشپړ او طی مراحل کړي.
د مربیانو مکلفیتونه
اتمه ماده:
د لیلیی مربیان لاندې مکلفیتونه لري:
1- په ماشومانو باندې د روزنتون ۲۴ساعته مهالویش پلي کول؛
۲- عمر او جنسیت ته په کتو سره په لیلیهخونو کې د ماشومانو تنظیمول؛
۳- په لیلیه د نظم او دسپلین په موخه ماشومانو ته د لیلیې کړنلارې او د روزنتونونو د مقررې په اړه دوامداره پوهاوی ورکول؛
۴- په لیلیه کې د شاملو ماشومانو د موجودیت په موخه د حاضرۍ کتاب تنظیم او جوړول؛
۵- ماشومانو ته د ویشل شویو توکو او وسایلو د غوره ګټه اخیستنې په موخه دوامداره څار؛
۶- له ماشومانو سره عاطفي چلند کول او هغوی خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کول؛
۷- د ناروغ ماشوم تشخیصول او د درملنې لپاره کلینیک ته د هغه معرفي کول او د هغه د خوراکي او زرقي درملو له تطبیق څخه څارنه کول؛
۸- روغتیايي وضعیت، د چاپیریال ساتنې، شخصي حفظ الصحې، بدني سلامتیا، د لیلیې پاکوالي او د ماشوم لباس پاکوالي څخه دوامداره څارنه او کنټرول درلودل؛
۹- مربیان مکلف دي چې د پنځه وخته لمانځه ادا کولو لپاره ماشومان جماعت ته رهنمايي کړي؛
۱۰- د لیلیې له ټولو اجناسو او لوازمو څخه ساتنه کول او ماشومانو ته د دې لوازمو غوره استفادې په اړه پوهاوی ورکول؛
۱۱- د ماشومانو د ټاکل شوی استحقاق له مخې له معتمد څخه د توکو تسلیمول؛
۱۲- د دري ګوني پلاوي په حضور کې ماشومانو ته د توکو ویش او تسلیمي اخیستنی څخه ډاډ ترلاسه کول؛
۱۳- د لیلیې مسؤلینو په حضور کې ورځ کاره او شپه کاره مربیانو ته د ماشومانو تسلیمي الزامي ده او هیڅ مربې بې له دې چې بل مربي ته ماشومان تسلیم کړي د دندې خوشې کولو حق نه لري؛
۱۴- ورځ کاره او شپه کاره مربیان مکلف دي چې په ټاکلي وخت خپلې دندې ته حاضر شي ترڅو د ماشومانو د تسلیمۍ بهیر ترسره شي؛
۱۵- لیلیې ته د منفصل شویو ماشومانو او غیر مسؤلو افرادو له راتګ څخه په جدي توګه مخنیوی.
د روغتیایی کارکوونکو مکلفیتونه
نهمه ماده:
روغتیایي کارکوونکي د لاندې مواردو په تطبیق مکلف دي:
۱- روغتیایی کارکوونکي په شته امکاناتو سره دې ناروغ ماشوم تداوي کړي، که چیرته په داخل کې د ماشوم درملنه ونه شوه، مؤظف کارکوونکی باید ناروغ ماشوم د لیلیې له مسؤلینو سره په همغږۍ د غوره درملنې لپاره امارتي او خصوصي روغتونونو ته انتقال کړي؛
۲- د کلینیک صحي کارکوونکی مؤظف دی چې وخت پر وخت د ماشومانو له لیلیې څخه لیدنه وکړي، ناروغ ماشومان تشخیص کړي او د هغوی د درملنې لپاره اقدام وکړي؛
۳- د کلینیک صحي کار کوونکی او یا هم مدیر مکلف دي چې په اونۍ کې یو ځل؛ لیلیه له صحي اړخه (خوبخونې، تشنابونه، پخلنځی، او د ډوډی خوړلو خونه) وڅاري او د اړتیا په صورت کې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره دواپاشي او واکسین او نور موارد وړاندیز کړي.
د ماشوم د ولی مکلفیتونه
لسمه ماده:
د ماشوم ولي لاندې مکلفیتونه لري:
۱- د ماشوم ولي دې د ماشوم له شمولیت وړاندې د لیلیې کړنلاره او تعهدپاڼه مطالعه او لاسلیک کړي؛
۲- د ماشوم ولي باید وخت پر وخت د ماشوم له حاله ځان خبر وساتي؛
۳- هر کله چې د ادارې له لوري د ماشوم له ولي سره د ملاقات اړتیا احساس شي؛ د ماشوم ولي مکلف دی چې په ټاکلي وخت د روزنتون ادارې ته حاضر شي او که چیرته ادارې ته په نه راتګ کې مؤجه عذر ولري، له وړاندې باید د روزنتون اداره خبره کړي؛
۴- د ماشوم ولي مکلف دی چې د روزنتون د مقررې او کړنلارې په رعایت کې ماشوم ته توصیه وکړي او د هغو اجناسو په ساتنه او غوره استفاده کې ماشوم متوجه کړي چې د ادارې له لورې هغه ته ورکول کیږي؛
۵- د ماشوم ولي په رخصتیو کې د ماشوم بیولو لپاره باید مشخص کارت له ځانه سره ولري.
۶- په هغه صورت کې چې د ماشوم ولي د ماشوم مکلفیتونو او مسؤلیتونو ته رسیدنه ونهشي کولای؛ د یو غوښتنلیک او د یادې کړنلارې سره ضمیمه د یو مشخص فورم په وړاندې کولو سره کولی شي علیالبدل ولي معرفي کړي؛
۷- که چیرته د ماشوم د ولي ټیلیفون شمېره تغییر وکړي ولي مکلف دی، چی نوې شمېره اړونده روزنتون سره شریکه کړي.
د ماشومانو وجایب او مکلفیتونه
یوولسمه ماده:
په لیلیه کې شامل ماشومان لاندې وجائب او مکلفیتونه لری:
۱- په لیلیه کې شامل ماشومان باید چې اسلامي احکام او معتقدات، ملي او اخلاقي ارزښتونه، قواعد او دستورالعملونه رعایت وکړی؛
۲- د لیلیې په دننه او د روزنتون په چاپیریال کې د نظم، دسپلین او پاکوالي رعایتول؛
۳- ماشومان باید چې په لیلیه کې د هر ډول قومي، ژبنیو، سمتي، مذهبي او نژادي تعصباتو څخه ډډه وکړي او د ورورولی او د یو بل منلو شرایط رامنځته کړي؛
۴- په لیلیه کې د اوبو رسولو، بریښنا سیستمونو او د لیلیې له لوازمو او توکو څخه ساتنه او غوره ګټه اخیستل؛
۵- په لیلیه کې شامل ماشوم باید چې رخصتۍ باندې له تګ وړاندې خپل وسایل او لوازم د مشخص سند سره سم خپل اړونده مربي ته وسپاري؛
۶- په لیلیه کې شامل ماشوم باید چې لیلیې ته له دننه کیدو وړاندې خپل د هویت کارت له ځان سره ولري؛
۷- د هویت کارت د نشتون په صورت کې، د پذیرش مدیر موضوع له مدیر او د لیلیې مربی سره د حل په موخه شریکوي؛
۸- که چیرته د ماشوم هویت کارت ورک شي بې له ځنډه باید د لیلیې مدیریت خبر کړي او نوی کارت واخلي؛
۹- په لیلیه کې ماشومان له هر ډول مزاحمت لکه شور ماشور اچول، جګړه کول، د لوړ غږلرونکو صوتي او تصویري وسایلو څخه استفاده او د لیلیې په خونو کې بې ځایه تګ را تګ چې له ماشومانو هوساینه اخلي؛ ډډه وکړي؛
۱۰- په لیلیه کې شامل ماشومان باید چې خپلو درسونو ته بشپړه پاملرنه وکړي؛
11- په لیلیه کې شامل ماشومان بې له استثنا باید د پنځه وخته لمونځ ادا کولو لپاره جومات ته حاضر شي او خپل لمونځ په جماعت سره ادا کړي؛
12- په لیلیه کې شامل ماشومان باید چې ځانونه له ۲۴ساعته مهالویش سره سم عیار کړي او د مهالویش په پلي کیدو کې له مربیانو سره جدي همکاري وکړي؛
۱۳- د لیلیې په اتاقونو کې د ډوډۍ پخول منع دي او همداشان له خوړنځي څخه د لیلیې اتاقونو او یا هم له لیلیې بهر ډوډۍ لیږدولو څخه هم باید په جدي توګه ډډه وشي؛
۱۴- په لیلیه کې شامل ماشومان باید له روزنیزو، تعلیمي، او حرفوي کورسونو څخه اعظمي ګټه واخلي ، د لیلې بهر کورسونو ته د ماشوم مراجعه د لیلیې په موافقه او د ماشوم ولي په اجازه ترسره کیږي؛
۱۵- په روزنتونونو کې له ځیرک موبایلونو ګټه اخیستل منع دي؛
۱۶- ماشوم او د هغه ولي باید چې لیلیې ته له شمولیت وړاندې د لیلیې تعهد پاڼه او کړنلاره مطالعه او لاسلیک کړي او که چیرته ماشوم لوست نه شی کولی د ماشوم ولي باید د مربي سربیره ماشوم ته هم د کړنلارې موضوعاتو په باره کې پوهاوی ورکړي؛
۱۷- لیلیې ته د هر ډول میلمه راوستل منع دي؛
د پذیرش (دروازی) مدیر مکلفیتونه
دوولسمه ماده:
۱- د ماشوم ولي د ملاقات په اړه د لیلیې مدیر او مربي سره اړیکه نیول او له هغوی څخه هدایت اخیستل؛
۲- د ملاقات په بهیر کې او د روزنتون څخه د باندې د تګ او راتګ څخه د ماشوم او د هغه ولي ثبت او راجسترول؛
۳- د لیلیې او روزنتون محوطې ته د غیرمسؤله افرادو له راتګ څخه مخنیوی کول؛
۴- له ولي سره د ماشوم او یا د ماشوم سره د ولي د تیلفوني اړیکو تأمینول.
درېیم فصل
متفرقه موارد
د تأدیبی مواردو پلی کول
دیارلسمه ماده:
ماشوم عمر، د سرغړونې شدت او خفت ته په کتو سره په لاندې ډول تأدیب کیږي:
(۱) که چیرې ماشوم څخه لاندې موارد ترسره او ولیدل شي، ماشوم ته د لیلیې مدیر یا مربي لخوا لاندي توصیه کیږي:
۱- د لیلیې د کړنلارې نه مراعات کول؛
2- ناسم چلند، ماشومانو او د روزنتون کارکوونکو ته بې احترامي؛
3- د ښوونځي سبقونو، روزنیزو کورسونو (تقویتي سبقونو) کې په قصدي او غیر مؤجه ډول غیرحاضري؛
۴- د درسونو اخلال او په لیلیه او روزنتون کې بينظمي رامنځته کول؛
(2) که چیرې له ماشوم څخه لاندې کړنې او اعمال مشاهده شول د مربي، مدیر په وړاندیز یا په مستقیم ډول د آمر لخوا هغه ته اخطاریه ورکول کیږي:
۱- د روزنتون مدیر، مربي، کارکوونکو او شاملو ماشومانو ته سپکاوی کول؛
2- د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو، د روزنتون مقرراتو او طرزالعملونو خلاف اسنادو لیکل، نشرول او خپرول؛
۳- د روزنتون، ښوونځیو او لیلیو د تأسیساتو، مالونو، وسایلو او سامان آلاتو ته د نه پاملرنه او بې پروایي؛
۴- د ماشومانو وهل ټکول؛
۵- پرله پسې توگه د دخانیاتو څخه استفاده؛
(3) که چیرې لاندې پیښې ولیدل شي، ماشوم به د روزنتون د ادارې او باصلاحیته چارواکو په وړاندیز بل روزنتون ته په تأدیبي ډول لیږدول کیږي:
1- د روزنتون د توکو او مال غلا کول؛
2- د روزنتون لخوا ویشل شويو توکو پیر او پلور؛
3- د اخلاقي فساد ترسره کول، د مخدره او نشه یی توکو کارول؛
(۴) که چیرې له ماشوم څخه لاندې پیښې ولیدل شي، ماشوم د روزنتون د ادارې او باصلاحیته چارواکو په وړاندیز له روزنتون څخه شړل کیږي او د موضوع تعقیب لپاره اړونده چارواکو ته معرفي کیږي :
1- لیلیې ته د داسې توکو راوړل چې د اور لګیدو سبب شي؛
2- لیلیې ته د داسې وسایلو راوړل او ساتل چې په لیلیه کې د شاملو ماشومانو د ټپي کېدو او یا ضرر سبب ګرځي.
د لیلیی د ماشومانو رخصتی
څوارلسمه ماده:
1- ماشومان باید چې له خپلو کورنیو څخه د لیدلو په وخت کې د رخصتۍ فورم چي له دې کړنلارې سره ضم شوی ډک او پړاوونه یې ترسره کړي او د لیلیې مسوول څخه اجازه واخلي؛
۲- د لیلیې مسؤلین مکلف دي چې ماشوم د رخصتۍ لپاره یوازې رسمي ولي ته د رخصتی د ورځو تیرولو لپاره وسپاري او په رسمي سند کې یې تسلیمې واخلي؛
۳- د رسمي ولي د غیابت په صورت کې، علیالبدل ولي چې هغه کارت له ځانه سره ولري چې د ماشوم رسمي ولي امضاء او د ګوتې نښه ولري، او د اړونده مدیر او مربي په واسطه د ډاډ ترلاسه کولو او د هویت تثبیت وروسته کولای شي ماشوم له ځان سره د رخصتۍ ورځو تیرولو لپاره بوځي؛
۴- د رخصتۍ ورکولو صلاحیت د روزنتون له مسؤل سره، له ۱۵ ورځو زیاتې رخصتۍ صلاحیت په مرکز کې د روزنتونونو له رئیس او په ولایتونو کې د کار او ټولنیزو چارو له ولایتي رئیسانو سره دی.
انفاذ
پنځلسمه ماده:
دا کړنلاره په درې فصلونو او ۱۵مادو کې ترتیب شوې او د محترم مقام له تائید او منظورۍ وروسته په امارتي او خصوصي روزنتونونو کې یې تطبیق الزامي دی.