د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برېښنا شرکت په استازیتوب په پام کې لري، چې د میدان وردګ ولایت، جلریز ولسوالۍ د کلیو د برېښنا رسولو شبکې پروژې لپاره د ۶۸ قلمه برېښنایي تجهیزاتو او ودانيزو موادو د تدارک قرارداد چې د داوطلبۍ شمېره یې NPD/DABS/1403/G-962/NCB ده، د ملي اردو کوپراتیف ته چې د کابل ښار دویمه ناحیه، شش درک، ملي دفاع وزارت کې موقعيت لري په مجموعي قیمت ۶۸،۹۹۹،۹۹۹ ( اته شپېته ميلیونه، نهه سوه نهه نوي زره او نهه سوه نهه نوي) افغانيو په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.