هېواد کې د هستوګنیزو ودانیو جوړولو بهیر د چټکتیا په موخه ناسته ترسره شوه
هېواد کې د هستوګنیزو ودانیو جوړولو بهیر د چټکتیا په موخه ناسته ترسره شوه
د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د ملي اقتصاد او زېربناوو رئیس مفتي شمس الرحمن په مشرۍ، کابل ښاروالۍ، ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست او د اراضۍ لوی ریاست د استازو په ګډون د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم عملي کېدو په موخه د ممنوعه ساحو د تثبیت او خلکو ته د عامه پوهاوي پر څرنګوالي غونډه ترسره شوه.
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدې څلورمه/ ۱۴۰۵هـ.ش، غوايي لومړۍ.
ګډونوالو د ریاست الوزراء ۱۴۴۷/۱۱/۱ نېټې (۷۳۴۵) ګڼې حکم د دویم بند عملي کېدو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې په یوه میاشت کې دې د ښارونو او شاوخوا سیمو کې د پلانونو مطابق ممنوعه ساحې تثبیت او تعین شي.
همدارنګه د عامه پوهاوي پر څرنګوالي هم بحث وشو؛ ترڅو هېوادوال د هغو سیمو په اړه خبر شي چې هلته د هستوګنیزو ودانیو جوړول منع دي. د ښاروالیو مسؤولینو وویل چې د یاد حکم د ښه تطبیق لپاره یې خپلو ولایتي او د ولسوالیو ښاروالیو او د کابل ښار ناحیو کې تخنیکي ټیمونه ګمارلي؛ ترڅو ممنوعه ساحې په دقیق ډول وټاکي او د پاتې بندونو د عملي کېدو لپاره زمینه برابره کړي.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د چارو ادارې لوی ریاست په مشرۍ به یوه ګډه کمېټه هره اوونۍ ناسته کوي او اړوندې ادارې به د خپل پرمختګ راپورونه شریکوي؛ ترڅو د چارو بهیر وڅارل شي او ستونزو ته پر وخت حل لارې وموندل شي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء پای ته ورسېده.