د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د هوایی ډګر څلور لارې څخه د عامې روغتیا تر څلور لارې پورې د سرک د خطونو اچولو، د ترافیکي نښو نصبولو، فلزي کټارو، روښنايي پايو، ترافیکي سیګنالونو تجهیزاتو او د پلې لارو جوړولو پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/KM/1404/NCB/W-1405
بانکي تضمين: 1،200،000 افغانۍ
د افرپرانيستې ناسته: 1404 کال د غوايي 10مه له غرمې مخکې 10:00 بجې.
د اړيکې شمېره: 0202143274
برېښنالیک: npd.bidding1@gmail.com
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
یادونه: انټرنټي او ناوخته استول شوي افرونه د منلو وړ نه دي.