د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د کندز ولایت یو شمېر سپینږیرو، مخورو، سوداګرو سره وکتل
د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د کندز ولایت یو شمېر سپینږیرو، مخورو، سوداګرو سره وکتل
د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مفتي محمد ادریس انوري د کندز ولایت یو شمېر سپینږیرو، مخورو، سوداګرو سره د هغوی د ټولنیزو ستونزو د حل په موخه وکتل.
سهشنبه، ۱۴۴۷ هـ.ق شعبان المعظم ۲۹ مه/ ۱۴۰۴ هـ.ش سلواغې ۲۸ مه.
یاده غونډه چې د چارو ادارې لوی ریاست په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست د هېواد له بېلابېلو قشرونو، ټولنیزو بنسټونو، سپینږیرو، ځوانانو، ملي سوداګرو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه تر اوسه له ۷۰ زیاتې ناستې تر سره کړي او د هغوی ستونزو ته رسېدنه شوې ده.
د کندز ولایت سپینږیرو، مخورو، سوداګرو، د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګې او ټولنیزو چارو رئیس څخه وغوښتل چې کندز ولایت د سردار محمد داؤود خان ښاري ماسټر پلان کندز ولایت کې پلی کړي او د سړکونو د بیا رغونې ترڅنګ یې د قلعه زال ولسوالۍ برق نشتون یاد کړ او غوښتنه یې وکړه چې دې برخې ته دې هم رسېدنه وشي.