د چارو ادارې لوی رئیس: هر مسؤول د خپلې ادارې د نیمګړتیاوو په اصلاح مکلف دی

د چارو ادارې لوی رئیس: هر مسؤول د خپلې ادارې د نیمګړتیاوو په اصلاح مکلف دی

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ‌الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ او د یاد ریاست مرستیالانو، رئیسانو او جانبي واحدونو د مسؤولینو په ګډون اداري ناسته ترسره شوه.

یاده ناسته نن دوشنبه ربیع الاول لومړۍ/وږي درېیمه. د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې ترسره شوه.

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: د چارو د اغېزناکو، چټکو او معیاري پرمخ وړلو لپاره اړینه ده چې کاغذي کړنلارو کې کمښت راشي او د اضافي کاغذ پرانیو څخه جدي ډډه وشي. پر ځای یې باید د روڼتیا، سرعت او اسانتیا لپاره نوې، معاصرې او مؤثرې بدیلې لارې چارې رامنځته او پلې شي؛ ترڅو د هر ډول خنډ او ځنډ مخنیوی وشي او کاري بهیر په منظم ډول پرمخ لاړ شي.

د چارو ادارې لوی رئیس د یادو موضوعاتو په اړه د ریاستونو د مسؤولینو وړاندیزونه او نظرونه په غور سره واورېدل او ټينګار یې وکړ چې د هرې ادارې مسؤول مکلف دی چې د خپلې ادارې ستونزې او شته نیمګړتیاوې وڅېړي، د له منځه وړلو لپاره یې لازم اقدامات ترسره او د اصلاحاتو راوستلو په برخه کې جدي هڅې ترسره کړي.

یاده ناسته د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.