د چارو ادارې عمومي رئیس: د اداري پروسو ساده کول د خلکو د هوساینې او اغېزناکو خدمتونو لپاره مهم ګام دی

د چارو ادارې عمومي رئیس: د اداري پروسو ساده کول د خلکو د هوساینې او اغېزناکو خدمتونو لپاره مهم ګام دی

د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ‌الحدیث مولوي نورالحق انور د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري د لویې جرګې په تالار کې د وزارتونو او امارتي ادارو د کارکوونکو چارو رئیسانو، امرینو او د استخدام امرینو لپاره په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه، غونډه د اسلامي امارت د وزیرانو محترمې شورا د مصوبې د پر وخت او اغېزناک تطبیق او اداري پروسو د ساده کولو د څرنګوالي په اړه جوړه شوې وه.

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفرالمظفر ۱۴مه / ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري ۷مه

د چارو ادارې عمومي رئیس په خپلو څرګندونو کې وویل: حکومت هڅه کوي چې اداري پروسې ساده او چټکې کړي؛ ترڅو خلکو ته اغېزناک، اسانه او پر وخت خدمات وړاندې شي. نوموړي زیاته کړه، په تېرو وختونو کې د اداري پروسو اوږدوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي وو او د فساد لپاره یې زمینه برابره کړې وه، خو اوس اسلامي نظام ژمن دی چې خلکو ته د دې پروسو ساده کولو سره لا ښه خدمات وړاندې کړي.

شیخ‌الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: د اداري پروسو د ساده کولو برخه کې په اخلاص هڅه وکړئ؛ که ستاسو په لاس د هېواد کړېدلو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي، دا ستر خدمت، ثواب او عبادت دی.

نوموړي همداراز وویل: د علم غوره عمل هغه دی چې د مسلمانانو زړونو ته خوښي ورسوي. کله چې هېوادوال د اداري پروسو له ساده کېدو او اسانتیاوو برخمن شي، د هغوی د خوښۍ سبب ګرځي. هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث ته په اشارې وویل: څوک چې پر خلکو اسانتیا راولي، الله تعالی به په دنیا او اخرت کې پر هغه اسانتیا راولي.

غونډه چې د قران کریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر دعا سره پای ته ورسېده.