د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د ډایکنډي ولایت علماوو، سپین‌ږیرو او ځوانانو سره ولیدل

د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د ډایکنډي ولایت علماوو، سپین‌ږیرو او ځوانانو سره ولیدل

د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مفتي محمد ادریس انوري، د یاد ریاست مرستیال او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب رئیس د ډایکنډي ولایت له یو شمېر علماوو، سپین‌ږیرو او ځوانانو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ولیدل.

دوشنبه، ۱۴۴۷ هـ.ق ذوالقعدې درېیمه/ ۱۴۰۵ هـ.ش وري ۳۱مه.
د غونډې په پیل کې مفتي محمد ادریس انوري په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام شتون لوی نعمت وباله. نوموړي ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت مسؤولین د هېواد ثبات، د ټولو ولسونو ترمنځ یووالی او د اسلامي اصولو پلي کېدل خپل مکلفیت ګڼي. هغه زیاته کړه، چې د دې نظام د پیاوړتیا لپاره د خلکو همکاري او ګډ مسؤولیت اړین دی؛ ترڅو په ټولو برخو کې پرمختګ او نظم رامنځته شي.

ورپسې د ډایکنډي ولایت استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل چې ښوونځیو کې د معیاري ودانیو نشتون، د پخو سړکونو جوړول، د ولایتي روغتون معیاري کول، په ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول، د پای‌کټه سنګ د اوبو بند جوړول، د رغنیزو برخو لپاره د مؤسسو جلب او په دغه ولایت کې د ځنګلونو د پرې کېدو مخنیوی شامل وو.

په پای کې د چارو ادارې لوی ریاست د فرمانونو او حکمونو د تعقیب ریاست رئیس راغلو قومي مخورو ته ډاډ ورکړ او ژمنه وکړه چې یادې ستونزې او وړاندیزونه به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریک کړي؛ ترڅو د حل لارې چارې ورته ولټوي.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.