د چارو ادارې عمومي ریاست له لوري د ۹۲۸ ساده شویو پروسو د تشریح کنفرانس ترسره شو

د چارو ادارې عمومي ریاست له لوري د ۹۲۸ ساده شویو پروسو د تشریح کنفرانس ترسره شو

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د چارو ادارې عمومي ریاست اړوند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د اداري پروسو ساده‌کولو ریاست له لوري په ګڼو امارتي ادارو کې د ۹۲۸ ساده شویو پروسو د تشریح کنفرانس د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د امارتي مسؤولینو او د رسنیو د استازو په ګډون ترسره شو.

پنجشنبه، ۱۴۴۸هـ.ق ربیع‌الاول ۲۷مه/۱۴۰۵هـ.ش وږي ۱۹مه.
غونډې ته په وینا کې د چارو ادارې عمومي رئیس وویل؛ اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې وړ، ژمن او باتجربه کادرونه لري چې د خپلو وړتیاوو او تجربو له مخې به د اداري پروسو ساده‌‌کولو او نورو برخو کې د ولس لپاره لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي. د اسلامي امارت پالیسي هم د هېواد وړ او مسلکي ظرفیتونو ته ځانګړی لومړیتوب ورکوي.

شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور زیاته کړه؛ د جوازونو صادرولو په برخه کې داسې پروسې وې چې سلګونه پړاوونه او سلګونه ورځې یې نیولې؛ خو د اسلامي امارت د مسؤولینو او د چارو ادارې د پروسو ساده کولو ریاست د ګډو هڅو له برکته، دا لړۍ اوس یوازې پنځلسو ورځو ته راکمه شوې ده.

بلخوا د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وویل؛ د چارو ادارې د اداري پروسو ساده‌کولو ریاست په وزارتونو او ادارو کې د اداري پروسو د ساده‌‌کولو، اصلاح او ښه‌والي په موخه منظم او پړاو په پړاو هڅې کوي؛ ترڅو هېوادوالو ته لا غوره، چټک او ښه خدمتونه وړاندې شي.

یاد کنفرانس چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوی و، د خیر په دعاء سره پای ته ورسېد.