د چارو ادارې عمومي رئیس: ځینې اداري پروسې خلک بېزاره کوي
د چارو ادارې عمومي رئیس: ځینې اداري پروسې خلک بېزاره کوي
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اړوند ولایتي امرینو ته د پنځه ورځني سیمینار پای غونډه کې وويل: که یو چا مسلمان ته اساني راوسته، الله تعالی به دنیا او اخرت کې پرې اساني راولي.
د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفر المظفر ۲۱مه /۱۴۰۵ هـ. ش کال د زمري ۱۴مه
ياد سيمينار چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست د ملکي خدمتونو په انسټیټیوټ کې د ملکي خدمتونو اړوند ولایتي امرینو ته جوړ شوی و، په کې د چارو ادارې عمومي رئیس وويل: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له نامه څرګنده ده، چې دنده یې د نظام په کچه د اداري چارو اړوند پوهاوی زیاتول، پروسې ساده کول، بېلابېلو فني او تخنيکي برخو کې ظرفيتونه لوړول او د استخدام په اړه شفافيت رامنځته کول دي.
د چارو ادارې عمومي رئيس د سيمينار ګډونوالو ته په خطاب کې وويل: تاسو هر يو د خپل ولايت په کچه مکلفيت لرئ، چې هغه چارو ته، کومو سره چې سمون، کفايت او چارو کې اسانتيا رامنځته کېږي، رسيدګي وکړئ.
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور زياته کړه: د ساده سازۍ ریاست معمولي ریاست نه دی، دې ادارې سره د متقاضیانو او مراجعینو تعلق دی، ځینې پروسې داسې دي، چې خلک بېزاره کوي، له خپلو موخو یې زړه تورن کوي؛ ځکه ډېرې ستړې او تکلیف ورکوونکې وي، چې اکثره یې له تېرو ادارو څخه په میراث پاتې دي، فساد ته یې لاره برابره کړې وه، خلک یې له خپل حق څخه محروم کړي وو.
غونډه چې د قران کریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.