د پالیسۍ او ستراتېژۍ ریاست له لوري د پراختیایي پروژو د اولویت بندۍ غونډه ترسره شوه

د پالیسۍ او ستراتېژۍ ریاست له لوري د پراختیایي پروژو د اولویت بندۍ غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی ریاست د پراختیایي پروژو اولویت بندۍ غونډه، د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتېژۍ رئیس مفتي عبدالواحد عثماني په مشرۍ د نوموړي په کاري دفتر کې ترسره شوه.

یک‌شنبه، ربیع‌الاخر ۱۲مه/ تلې ۱۳مه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه په کې د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتېژۍ رئیس، د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست، اقتصاد، د پلان او ارزونې، حفظ او مراقبت او د پروژو د انسجام ریاستونو استازو ګډون کړی وو.

پیل کې د پالیسۍ او ستراتېژۍ رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه چې د اقتصاد وزارت یوه طرحه یا تګلاره جوړه کړې چې له مخې به یې د چارو ادارې لوی ریاست هغه پروژې چې عملاً یې کار جریان لري او یا هم د راتلونکي لپاره کومې پروژې په نظر کې لري له یاد وزارت سره شریکې کړي؛ ترڅو د هغوی له لوري نهایي شي.

ورپسې د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتېژۍ رئیس د ګډونوالو نظریات واورېدل او پرېکړه یې وکړه چې ټولې پروژې دې په جدول کې ذکر شي او راتلونکې غونډې ته دې د یادو پروژو معلومات وړاندې کړل شي.

یاده غونډه د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.