د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره غونډه ترسره شوه
د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې عمومي ریاست د غونډو په تالار کې د وزیرانو شوراء او عالي کمېسیونونو چارو د انسجام ریاست سرپرست مولوي محمد اکرم نعماني او د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال نورمحمد حیدري د ننګرهار ولایت له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د هغوی د ټولنیزو ستونزو حل په موخه ولیدل.
دوشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق ذوالحجې ۲۲مه/ ۱۴۰۵هـ.ش غبرګولي ۱۸مه.
د غونډې په پیل کې د چارو ادارې عمومي ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال نورمحمد حیدري ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان پر بنسټ د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست دروازې د ټولنې ټولو قشرونو ته پرانیستې دي.
نوموړي زیاته کړه چې یاد ریاست تر دې مهاله د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره له ۲۵۰ څخه زیاتې غونډې ترسره کړي دي او د هغوی ستونزو ته رسېدنه شوې ده.
د ننګرهار ولایت د بېلابېلو ولسوالیو علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له فعالیتونو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی، د روغتونونو کمښت، سړې خونې، استنادي دېوالونه، جوماتونه، مدرسې او د څښاک اوبو نشتوالی خپلې بنسټیزې ستونزې یادې کړې. هغوی همداراز د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له مسؤولینو څخه وغوښتل چې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د نیمګړو سړکونو په بشپړولو، د روغتیايي مرکزونو په لوړولو، د چکډېمونو او برېښنا بندونو په جوړولو او د پلونو په رغولو کې همکاري وکړي.
مولوي محمد اکرم نعماني د ګډونوالو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ چې د ننګرهار د خلکو ستونزو د حل لپاره به په بشپړ توان هڅې کوي. نوموړي زیاته کړه چې د خلکو ستونزې او وړاندیزونه به د لاپاملرنې او حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریک او په جدي ډول به وڅارل شي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء پای ته ورسېده.