د ملي تدارکاتو رئیس د ایران له سفیر سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
د ملي تدارکاتو رئیس د ایران له سفیر سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
د چارو ادارې عمومي ریاست د ملي تدارکاتو رئیس، مولوي عبدالباقي منصور، او تخنیکي مرستیال د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر، علیرضا بېګدلي، او مل پلاوي سره وکتل.
د ۱۴۴۸ هـ.ق کال صفرالمظفر ۲۰مه/ ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري ۱۳مه
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، افغانستان کې د پانګونې فرصتونو، ملي پروژو کې د ایراني شرکتونو ګډون، او نړیوالو معیارونو سره سم د نفتي توکو واردولو، د نفتو استخراج او تصفیې برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.
مولوي عبدالباقي منصور ښاغلي بېګدلي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: اوس مناسب فرصت رامنځته شوی؛ ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې، د سوداګرۍ کچه لوړه او ګډې اقتصادي ګټې د اسلامي هېوادونو د پرمختګ او ښېګڼې لپاره وکارول شي.
نوموړي له ایراني لوري وغوښتل، چې ایراني شرکتونه دې افغانستان کې په پانګونه او ملي پروژو پلي کولو کې فعاله ونډه واخلي، چې په ځواب کې یې د ایران سفیر هم د پانګونې، ټکنالوژۍ، تخنیکي همکاریو او بشري ظرفیت لوړونې برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غونډې په پای کې د ایران سفیر د ملي تدارکاتو رئیس ته ایران ته د رسمي سفر بلنه ورکړه؛ ترڅو د نفتي شرکتونو او اړوندو مسؤولینو سره د پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه له نږدې خبرې وکړي.