د قوش تېپې ستره پروژه د تخنیکي ارزونو او راتلونکو پلانونو مهم پړاو ته ورسېده

د قوش تېپې ستره پروژه د تخنیکي ارزونو او راتلونکو پلانونو مهم پړاو ته ورسېده

د چارو ادارې لوی ریاست د پروژو چارو انسجام ریاست رئیس، مولوي عمار زمرک یاسر، د تخنیکي پلاوي له غړو سره یو ځای د ملي پراختیا شرکت له رهبرۍ هیئت سره غونډه ترسره کړه. دغه غونډه د قوش تېپې کانال پروژې د پرمختګ، تخنیکي ستونزو او راتلونکو پلانونو د ارزونې په موخه جوړه شوې وه.

په غونډه کې د قوش تېپې سترې ملي پروژې اړوند تخنیکي ستونزې په هر اړخیز ډول وڅېړل شوې او د ګډونوالو ترمنځ د نظرونو رغنده تبادله وشوه؛ پایله کې یې لاندې مهمې پرېکړې وشوې:

د قوش تېپې پروژې د پنځه کلن پلان لومړیتوبونه وړاندې شول او د لا زیاتې تخنیکي ارزونې لپاره تخنیکي مجلس ته وسپارل شول؛ ترڅو د راتلونکو کلونو منظم پلان ترتیب شي.

همدارنګه، د بشپړو فازونو د تسلیمۍ لپاره به اړونده ادارې ګډه ناسته ترسره کړي. د ملي پراختیا شرکت ته لارښوونه وشوه چې یوه جامع تخنیکي او اقتصادي طرحه چمتو کړي او تخنیکي ټیمونه دې د پروژې ساحوي ستونزې پر وخت حل او د چارو د ښه پرمختګ لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

دا غونډه د قوش تېپې کانال پروژې د اغېزناک تطبیق او د تخنیکي ستونزو د حل بهیر پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.