د ناوړه دودونو د مخنیوي لارښود په اړه غونډه وشوه

په خوښيو او غمونو کې د ناوړه دودونو د مخنيوي په اړه د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی فرمان د ښه تطبیق لپاره د لارښود جوړولو په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ غونډه ترسره شوه چې په کې د اطلاعاتو او فرهنګ، لوړو زده کړو، پوهنې، کورنیو چارو، ارشاد، حج او اوقافو او سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت استازو ګډون کړی و.

دغه غونډه چې نن سه شنبه (شوال المکرم ۱۷ مه/ وري ۲۶ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح وويل چې په دې اړه د چارو ادارې لوی رئيس په مشرۍ د اړوندو وزارتونو معينانو په ناسته کې پرېکړه شوې وه چې د ياد فرمان د ښه تطبيق په اړه دې لارښود چمتو شي نو په همدې اساس دا غونډه رابلل شوې ده.

په دې غونډه کې د يادو وزارتونو استازو د ناوړه دودونو د مخنیوي لارښود په اړه خپل نظريات وړاندې کړل او په اړه يې هر اړخيز بحث وشو.

همدا راز یادونه وشوه چې د ناوړه دودونو مخنیوي فرمان د پوهاوي او ښه تطبیق په اړه دې مرکزي، ولايتي او د ولسواليو په کچه کمېټې جوړې شي، ترڅو هېوادوال په سمه توګه خبر شي او ياد فرمان په ښه توګه تطبيق شي.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.