د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت
سریزه:
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت په لومړي ځل په ۱۳۶۵ لمريز کال کې د يوې کمېټې په توګه جوړه شو. دغې کمېټې تر ۱۳۶۹ لمريز کال پورې د وزيرانو شورا تر رهبرۍ لاندې فعاليت کاوه او وروسته د وزارت کچې ته لوړه شوه.
په ۱۳۷۱ لمريز کال کې د مجاهدينو تر بريا وروسته، ياد وزارت د دولت په تشکيلاتي چوکاټ کې خپل فعاليت له سره پيل کړ. د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال، دغه وزارت له شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سره مدغم شو او د يوه وزارت په کچه يې فعاليت درلود.
د اسلامي امارت په بيا حاکميت سره، د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت يو ځل بيا د امارت د تشکيلاتي جوړښت په چوکاټ کې خپل فعاليت پيل کړ او د ميليونونو افغان مهاجرينو د داوطلبانه او باعزته راستنېدنې زمينه يې برابره کړه. په تېرو څلورو کلونو کې، نیږدې ۶ ميليونه افغان مهاجرين خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت هڅه کوي، چې خپلې سټراتېژيکې موخې تعقيب کړي او د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شويو د ستونزو د حل لپاره لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پروګرامونه تطبيق کړي.
د اسلامي امارت د بيا واکمنۍ له پيل څخه تر ۱۴۰۳ لمريز کال د لیندۍ تر ۲۱مې نېټې پورې، د وزارت مشري د شهيد الحاج خليلالرحمن حقاني رحمهالله پر غاړه در لودې او اوسمهال د محترم مولوي عبدالکبير پر غاړه ده.
- دندې او ماموريتونه
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مهاجرينو، راستنېدونکو او داخلي بېځايه شويو د چارو د اغېزمن مديريت لپاره د تګلارو او پروګرامونو د طرحه کولو، تطبيق او همغږۍ مسووليت لري.
دغه وزارت د افغان مهاجرينو د داوطلبانه، خوندي او باعزته راستنېدنې زمينه برابروي او د هغوی د بيا ادغام په برخه کې بنسټیز خدمتونه، حقوقي ملاتړ او دوامدارې حللارې وړاندې کوي. همدارنګه، د دولتي ادارو او ملي او نړۍوالو بنسټونو سره په همغږۍ، د بشري مرستو د اړتیاوو پوره کولو او د داخلي بېځايه شويو د زيانمنېدو د کچې د کمولو لپاره فعاليت کوي.
- تشکیلاتي جوړښت (مرستيالۍ، رياستونه او برخې)
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپل تشکیلاتي جوړښت کې۲مرستيالۍ، ۱۷ مرکزي رياستونه، ۳خپلواک مرکزي آمريتونه، ۱د حقوقي او ټولنيزو چارو مشاوريت، ۲۳ د دويمې کچې (ولايتي) رياستونه او ۱۱ د دويمې کچې (ولايتي) امريتونه لري.
د مرستياليو، مرکزي رياستونو او آمريتونو نومونه په لاندې ډول دي:
- مرستيالي (معينيتونه)
۱- د مالي او اداري چارو معینیت
۲- د مسلکي چارو معینیت
۲. مرکزي رياستونه (۱۷)
۱- د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست
۲- د مقام دفتر رياست
۳- د پلان او پاليسۍ رياست
۴- د دعوت او ارشاد رياست
۵- د څارنې او ارزونې رياست
۶- د کارکوونکو چارو رياست
۷- د مالي او اداري چارو رياست
۸- د معلوماتي ټکنالوژۍ رياست
۹- د مهاجرينو چارو کې د مؤسسو د انسجام رياست
۱۰- د حقوقي ملاتړ رياست
۱۱- د ښارګوټو د خدمتونو رياست
۱۲- د اتشو د انسجام او همغږۍ رياست
۱۳- د مهاجرينو د څېړنې او معلوماتو رياست
۱۴- د داخلي بېځايه شويو وضعيت ته د رسېدنې رياست
۱۵- د راستنېدنې او بيا میشتیدنې رياست
۱۶- د دايمي حللارو موندلو رياست
۱۷- د داخلي تفتیش رياست
۳. خپلواک مرکزي امريتونه (۳)
۱- د ولايتونو د چارو د همغږۍ آمريت
۲- د تدارکاتو آمريت
۳- د مسلکي کادرونو د هڅونې آمريت
۴. مشاوريت (۱)
۱- د حقوقي او ټولنيزو چارو مشاوريت
۵. دويمه کچه (ولايتي واحدونه)
الف) ولايتي رياستونه (۲۳):
کابل، پروان، نيمروز، لغمان، هرات، بلخ، پکتيـا، فراه، کنړ، ننګرهار، کندز، غزني، بغلان، سمنګان، هلمند، بدخشان، فارياب، خوست، لوګر، جوزجان، کندهار، پکتيکا او تخار
ب) ولايتي آمريتونه (۱۱):
غور، باميان، بادغيس، ميدان وردک، پنجشیر، ارزګان، کاپيسا، زابل، دايکندي، نورستان او سرپل
سرحدي نمايندګۍ
سپينبولدک (کندهار)، تورخم (ننګرهار)، اسلامقلعه (هرات)، حيرتان (بلخ)، شېرخان بندر (کندز)، پل ابريشم (نيمروز)، غلامخان (خوست)، ډنډ پټان/خرلڅی (پکتيا)، انګور اډه (پکتيکا)، بهرامچه (هلمند)، نوا پاس (کنړ)، ابونصر فراهی (فراه) او واخان (بدخشان).
ت) اتشهې
ايران:
- د مهاجرينو چارو اتشه – تهران، د شهيد بهشتي سړک، د افغانستان اسلامي امارت سفارت
- د مهاجرينو چارو نمايندګي – مشهد، آخوند خراساني بولوار، د افغانستان قونسلګري
- د مهاجرينو چارو نمايندګي –زاهدان، جانبازان سړک، د افغانستان قونسلګري
ث) پاکستان
- د مهاجرينو چارو اتشه – اسلامآباد، ناظمالدين سړک، کور نمبر ۴۵۶، ناحيه ۴/۷F
- د مهاجرينو چارو نمايندګي – پېښور، يونيورسټي ټاون پېښور، صاحبزاده عبدالقيوم سړک، د ټاون د ماشومانو روغتون مخې ته، کور نمبر 69-C2
- د مهاجرينو چارو نمايندګي – کوټه، پرنس روډ ۴۵، ايدهي څلورلارې، احمد شاه کوڅه، د افغانستان جنرال قونسلګري.
اصول، قوانين او حقوقي سندونه
- د ادارې د عامه چوپړتیاوو اړوند قوانين
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت خپل فعاليتونه د اسلامي امارت د اصولو، د هېواد د نافذه قوانينو، پاليسيو او باوري حقوقي سندونو پر بنسټ تنظيموي. دغه چوکاټ د اسلامي امارت د عالي مقام لارښوونې، د مهاجرينو او داخلي بېځايه شويو سره اړوند قوانين او مقررات، ملي پاليسۍ، له دولتي او نړۍوالو بنسټونو سره تفاهمليکونه او د وزارت داخلي سندونه رانغاړي، چې موخه يې د چوپړتیاوو ښهوالی، روڼتيا او همغږي ده.
دغه حقوقي اصول د مهاجرينو باعزته راستنېدنه، بيا ادغام او د داخلي بېځايه شويو اغېزمنه رسېدنه تضمينوي.
طرزالعملونه، لوایح او مقررات
په تېرو څلورو کلونو کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت څو شمېر طرزالعملونه، لوایح او اجرائي مقررات د مهاجرت د مدیریت د ښهوالي، د راستنېدونکو او بېځايه شويو لپاره د خدماتو او د همکارو بنسټونو سره د همغږۍ په موخه جوړ او پلي کړي دي.
دغه اسنادو کې د لاندې لارښوونې او مقررات شامل دي:
- د مهاجرينو د داوطلبانه او باعزته راستنېدنې د اسانولو لپاره اجرائي لارښوونې.
- د مهاجرينو، بېځايه شويو او راستنېدونکو د وضعيت د ثبت او ارزونې طرزالعملونه.
- د ملي او نړيوالو موسسو سره د همغږۍ مقررات د مرستو او حمایوي خدماتو د وېش لپاره.
په همدې څلورو کلونو کې وزارت څو تفاهمليکونه د همکارۍ لپاره لاسلیک کړي، چې موخه يې د تعليمي، کارموندنې، صحي پاملرنې او ټولنیزي ملاتړ د خدماتو ښهوالی او د وزارت د فعالیتونو اسانول دي، تر څو د مهاجرو او بېځايه شويو کورنيو لپاره غوره ملاتړ برابر شي.
د دې فعالیتونو او اسنادو ډیره برخه په PDF، خبري راپورونو او د فعالیتونو په راپورونو کې د وزارت په رسمي وېبپاڼه کې خپاره شوې او خلکو ته د لاسرسي وړ دي، ترڅو وکولای شي دا مطالعه کړي او د وزارت د چوپړتیاوو او فعالیتونو په اړه د دغه طرزالعملونو، لوایحو او مقرراتو د تطبیق په اړه لازمه پوهاوی ترلاسه کړي.
- پاليسۍ او اړوندې سټراتېژۍ
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت سره اړوندې پاليسۍ او سټراتېژۍ د يو لړ پروګرامونو، لارښوونو او ستراتېژيو ټولګه ده، چې موخه يې د مهاجرينو د داوطلبانه راستنېدنې اسانول، د دوامدار بيا ادغام ملاتړ حقوقي او ټولنیز ملاتړ، او د مهاجرينو او داخلي بېځايه شويو لپاره د سوکالۍ لوړول دي.
دغه پاليسۍ او ستراتېژۍ په لاندې ډول دي:
- د مهاجرت او راستنېدنې ملي پاليسۍ: د مهاجرينو د خوندي او باعزته راستنېدنې لپاره د پروګرامونو او فعالیتونو لارښوونه کوي.
- د بيا ادغام ستراتېژي: د راستنېدونکو او بېځايه شويو لپاره د ټولنیز ملاتړ، د زدهکړې، روزګار او اساسي خدماتو د برابرولو چوکاټ.
- د حقوقي او ټولنیز ملاتړ پاليسۍ: د قانوني حقوقو تضمين، مشوره او حقوقي او ټولنیز ملاتړ د مهاجرينو او بېسرپرستو کورنيو لپاره.
- د همغږۍ او همکارۍ پاليسۍ: په ملي او نړيوالو بنسټونو سره د همغږۍ لارښوونه د چوپړتیاوو د لوړولو او د راستنېدونکو د زيانمنېدنې د کمولو لپاره.
- د معلوماتي رسونې او روڼتيا ستراتېژي: د لارښوونو، راپورونو، طرزالعملونو او د وزارت د چوپړتیاوو اړوند خبرونو خپرول د رسمي وېبپاڼې، ټولنيزو رسنيو او معلوماتو بروشورونو له لارې د خلکو د لاسرسي او پوهاوي لوړولو لپاره.
د اوسېدونکو لپاره چوپړتیاوې
- نوم لیکنه او راجستر: د مهاجرينو، راستنېدونکو او داخلي بېځايه شويو نوم لیکنه، معلومات او پوهاوي ورکول، د داوطلبانه او باعزته راستنېدنې اسانول، د بشري مرستو وېش او همغږي، د داخلي بېځايه شويو ستونزو حل، حقوقي او ټولنیز ملاتړ، د شکایاتو رسیدنه، بيا ادغام او استوګن ځایونو برابرول، د روغتیایی او ټولنیزو چوپړتیاوو پیژندنه، د وړ کسانو د زدهکړې او روزنې لپاره معرفي، د طبيعي او غير طبيعي پېښو مديريت، د ملاتړو او روزګاري پروګرامونو پلي کول، او د چوپړتیاوو ته لاسرسی د مرکزي، ولايتي، سرحدي او بهرنیو نمايندګيو له لارې.
- نوملیکنه او د مهاجرت اسنادو وړاندې کول: د وزارت مرکزي او ولايتي دفترونو ته مراجعه د مهاجرت اسنادو د ثبت لپاره.
- د وضعيت ارزونه: د اړتیاوو ارزونه او د مناسبو چوپړتیاوو ټاکل.
- معرفي او ترلاسه کول: د حقوقي، ټولنیزو، تحصیلي، روغتیایي یا کارموندنې مرستو ترلاسه کول.
- تعقیب او رسېدنه: د پایلو تعقیب او د اړتیا په صورت کې د شکایاتو ثبت.
- د چوپړتیاوو د ترلاسه کولو لپاره اړین شرطونه او سندونه:
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د چوپړتیاوو د ترلاسه کولو لپاره، د اعتبار وړ پیژندنې، د مهاجرت یا بېځايه کېدو اسناد، او د ثبتنام یا د خدمت غوښتنلیک فورمونو بشپړول اړین دي.
- د خدماتو فیس (که موجود وي):
د راستنېدونکو مهاجرينو او نورو بې سرپرستو کورنيو لپاره هېڅ فیس يا لګښت د غوښتونکو څخه نه اخیستل کېږي.
- د شکایت ثبتول د مامورینو د تخلف یا غفلت په صورت کې:
که مامورین تخلف وکړي یا غفلت وکړي، غوښتونکي کولای شي خپل شکایت د وزارت د دفترونو، ولايتي او سرحدي نمايندګيو له لارې یا د انلاین شکایت فورم په ډکولو سره ثبت کړي.
- ورمې او اړین اسناد
- د غیر دولتي موسسو د ثبت او راجستر فورم لینک:
https://morr.gov.af/dr/media/81
د راستانه شویو او بېځایه شویو کورنیو لپاره د خپلو حقوقو د پېژندلو عامه پوهاوی
درنو راستانه شویو او بېځایه شویو!
لاندې کرښې په غور ولولئ. دا معلومات به تاسو ته د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په برخه کې لارښوونه وکړي.
لومړی: ستاسو راستنېدنه
کله چې د فرضي او رسمي سرحدي دروازو له لارې هېواد ته را دننه کېږئ، نو لومړی باید نوملیکنه وکړئ.
په سرحدونو کې به مسوولین تاسو ته د ثبت او تثبیت فورمه درکړي.
تاسو لاندې ټکو ته په ډېر غور پام وکړئ:
- نوم، د پلار نوم او د ولایت نوم باید د پېژندپاڼې له معلوماتو سره سم ولیکل شي؛
- که پېژندپاڼه نه لرئ، خپل اصلي نوم وکاروئ؛
- د لا نورو لارښوونو لپاره کولای شئ اړوندو مسوولینو او په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې ته مراجعه وکړئ.
تر نوملیکنې وروسته، ستاسو معلومات په اړوند سیسټم کې ثبت کېږي او تاسو ته د فورم یوه کاپي درکول کېږي. دا فورم ستاسو د کډوالۍ او راستنېدنې تضمین کوي.
د لېږد کمېټه د ترانسپورټ اسانتیاوې برابروي، تر څو تاسو له سرحدي سیمو څخه لنډمهالي مېشتځایونو او وروسته خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شئ.
تاسو کولای شئ د ثبت او تایید شویو فورمو په درلودلو سره د مخابراتي شبکو غرفو ته مراجعه وکړئ او وړیا سیمکارټونه تر لاسه کړئ.
که ناروغ یا د ډېر عمر لرونکي یاست، نو تاسو ته به ۲۴ ساعته وړیا لومړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.
په لنډمهالو مېشتځایونو کې ټول لومړني روغتیايي خدمتونه برابر دي.
د نیمګړو زدهکړو د بشپړولو لپاره کولای شئ د مسجدونو او زدهکړو کمېټې ته مراجعه وکړئ، څو ځانګړې فورمه درکړل شي.
مسلکي او غیر مسلکي راستانه شوي کډوال باید د اړوندې فورمې پر بنسټ د کارموندنې کمېټې ته مراجعه وکړي، تر څو نوملیکنه وشي او په خپل ولایت کې ورته د کار زمینه برابره شي.
د یادې پروسې له مخې، هغه راستانه شوي کډوال چې د ولایتي کمېټو له لوري اړمن وپېژندل شي، د تایید وروسته به د دایمي مېشتېدنې لپاره ورته ځمکه ورکړل شي.
نغدي مرستې د ثبت فورم، بایومټریک تایید، د کور سامان او په فورم کې د کورنۍ د سرپرست د درج کېدو پر بنسټ ورکول کېږي.
هغو کورنیو ته چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) قانوني اسناد ولري، د ادارې د پالیسۍ له مخې نغدي مرستې ورکول کېږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (UNICEF) د بېسرپرسته ماشومانو د لېږد په برخه کې مرسته کوي.
دویم: ستاسو د حقوقي مسایلو خوندیتوب
الف) کارموندنه:
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د هغه دویمي واحدونه، د غوښتنلیک پر بنسټ، تاسو د فني او کسبي زدهکړو لپاره اړوندو ادارو ته ورپېژني.
ب) زدهکړې:
د غوښتنلیک پر بنسټ، د نیمګړو زدهکړو د بشپړولو لپاره د پوهنې وزارت ته ورپېژندل کېږئ، چې هلته به د سویې معلومولو ازموینه ترې واخیستل شي.
ج) په اسنادو کې د نوم سمون:
که په اسنادو کې د نوم د اصلاح ستونزه لرئ، نو د وزارت مقام ته غوښتنلیک وسپارئ، تر څو د اړوندو څانګو له لوري لازم اقدامات تر سره شي.
درېیم: د نورو حقوقي ملاتړونو خوندیتوب
تاسو ته د اسلامي او ټولنیزو حقونو په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي، لکه:
- د پېژندپاڼې، پاسپورټ او نورو حقوقي اسنادو د ترلاسه کولو حق؛
- د شخړو، اختلافاتو او د ملکیت د غصب په برخه کې د حل لارو موندل او اړوندو مراجعو ته لارښوونه.
ګرانو راستانه شویو او درنو بېځایه شویو کورنیو!
که له هر ډول ستونزې سره مخ شئ، نو مهرباني وکړئ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د هغه ولایتي دویمي واحدونو ته خپل غوښتنلیکونه وسپارئ.
څلورم: د بېځایه شویو کورنیو لپاره لارښوونې
الف) ثبت او ملاتړ:
- ټاکل شوي کارکوونکي د ډلهییزو بېځایه کېدنو ثبت او تثبیت کوي؛
- انفرادي بېځایه شوي کسان کولای شي وزارت ته غوښتنلیک وسپاري؛
- رسمي تایید د سروې تر بشپړېدو وروسته تر سره کېږي؛
- له تایید وروسته، اړوندو خیریه بنسټونو ته ورپېژندل کېږي.
ب) لېږد او مېشتېدنه:
- د غوښتنلیک او د همکارو بنسټونو په همکارۍ، کورنۍ خپلو اصلي مېنو ته لېږدول کېږي؛
- ثبت شویو کورنیو ته د ملي او نړیوالو مرستو تنظیم او وېش کېږي.
ج) لنډه پروسه:
د غوښتنلیک بهیر → د سروې بهیر → د اړمنتیا تثبیت → همکارو بنسټونو ته پېژندنه → د مرستو وېش، لېږد او مېشتېدنه
پیغام
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت تاسو ته ښه راغلاست وایي. وطن ته ستاسو راستنېدنه زموږ ویاړ دی. خپل هېواد ته بېرته راتلل تاسو ته د ژوند نوې پیل او د خپلو ټولو قانوني حقونو د ترلاسه کولو فرصت برابروي.
۹ د تماس معلومات او د اپلېکیشن لاسرسي کچه
- د مرکزي ادارې او ولايتي نمايندګيو پته (ملکي/نظامي کوآرډينېټونه)
- د وزارت پته: واصلاباد –۷ ناحیه – کابل ښار – افغانستان
د ولايتي رياستونو پته او موقعيت:
۱- کابل: څلورمه کارته، د پل سرخ څلور لارې، امرا خان قندهاري جامع جومات تر څنګ
۲- کندهار: د دنډ چوک ، د چينایي شفاخانې په خوا کې
۳- ننګرهار، جلالآباد: ۴ ناحیه ، روشان ښارګوټې
۴- بلخ، مزارشریف:۵ ناحیه ، د پنځمې امنيتي حوزې شا ته
۵- پکتيا: د خوست لاره، د تجربوي ښوونځي په خوا کې
۶- هرات: هرات ښار، د خواجه صاحب سړک، انصار کمپ
۷- ارزګان، ترینکوټ ښار: ۴ناحیه ، ۷ کور، ختیځ جامع جومات
۸- بادغیس: د ولايت مقام سړک په خوا کې، د دولتي روغتون شا ته
۹- باميان: د باميان ښار، له هوایي ډګر لاندې، د تربيت علميه ښوونځي په خوا کې.
۱۰- بدخشان: فیضآباد: نو ښار، د پلاسټکي پارک سره نیږدې.
۱۱- بغلان: پلخمري ښار: د ملکی شفاخانې په خوا کې.
۱۲- پروان: چاریکار ښار: د پارک برخه ، د افغانستان بانک په خوا کې.
۱۳- پکتیکا: مرکز شرنه، غزني: د عالي لیسې علی بابا په خوا، هاشمي مارکیټ.
۱۴- پنجشېر: د ولايت مرکز، پاراخ، د حاجی نظير و دانۍ.
۱۵- تخار: د شهیدي ماهواره سړک .
۱۶- جوزجان، شبرغان ښار: د مزار شریف پل سره نیږدې.
۱۷- خوست: د اداري کمپلکس دننه، د برښنا شرکت جنوب ته.
۱۸- دایکندی: نیلي ښارد شل بستریز روغتون ته مخامخ.
۱۹- زابل: د کابل او کندهار عمومي سړک، د مخابراتو ریاست په څنګ کې.
۲۰- سرپل: ۱ناحیه ، د ټرافیکو مدیریت په خوا کې.
۲۱- سمنگان: ایبک نو ښار: د امر بالمعروف رياست شا ته.
۲۲- غزني: د مستوفیت شا ته، د حج او اوقافو رياست په څنګ کې.
۲۳- غور: د ولايت مرکز، فيروز کوه، د امنيه قومنداني په خوا کې، د روشن انتن ترڅنګ.
۲۴- فاریاب، میمنه:۱ ناحیه ، د سيند ترڅنګ، د موټر خرڅلاو او معاملو د لارښوونې په خوا کې.
۲۵- فراه: ۱ناحیه، د مدرسه مظهر العلوم په خوا کې.
۲۶- کاپیسا: محمود راقي ښار، د افغانستان بانک جنوب ته.
۲۷- کندز: سر دوره: د عثماني کوڅه، د عبدالله د تیلو ټانک سره نیږدې.
۲۸- کونړ:۲ ناحیه اسعد آباد مرکز.
۲۹- لغمان: سلطان غازي بابا ښار،۲ ناحیه، د قومنداني امنيه سړک.
۳۰- لوگر: ۱ناحیه، د نایب سپه سالار حفیظالله کوڅه، کور نمبر ۹، د عمر فاروق رض لیسې شا ته.
۳۱- میدان وردک: د شهر نو ښې اړخ ته.
۳۲- نورستان: پارون ښار، د علماو شورا رياست او د امر بالمعروف رياست سره نیږدې
۳۳- نیمروز: زرنج ښار: ناحیه ۱، د مخابراتو سره نږدې، د زراعت، آبیاري او مالدارۍ رياست په خوا.
۳۴- هلمند: لشکرګاه ښار: ۲ناحیه، د مرکزي جامع جومات سره نیږدې.
- رسمي اړیکې او د نوکریوالۍ حالت
- شمېرې او حالت:
شخصي شمېرې فعالې دي او د دفتر رسمي شمېرې هم فعالې دي؛ خو تر اوسه نوکریوالۍ شتون نه لري.
- برېښنالیک او رسمي وېبپاڼه:
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت رسمي وېبپاڼه: https://morr.gov.af
رسمي برېښنالیک: Media@morr.gov.af
- کاري ساعتونه:
د کار وخت: د سهار له ۳۰:۸ څخه د ماسپښین تر ۰۰:۴ پورې.
۱۱ موجود آنلاین لینکونه او پورټالونه
د مهاجرينو وزارت، د شکایت ثبت له فورم څخه پرته ، نور هیڅ آنلاین فورم نه لري.
۱۲ اعلانونه او مهم خبرونه
- د عامه چوپړتیاوو اړوند رسمي اعلانونه:
د عامه خدماتو اړوند رسمي اعلانونه د وزارت وېبپاڼې په «اعلانونه او خبرتیاوې» برخه کې خپرېږي او موجود دي.
- د ادارې خبرونه چې خلک باید خبر شي:
د «رسنۍ» په مینو کې د مهاجرينو وزارت هره ورځ خبرونه د وېبپاڼې او نورو ټولنیزو شبکو له لارې د خلکو د پوهاوي لپاره خپروي او همدارنګه خبرونه په دوامداره توګه رسنیو ته هم استول کېږي.
۱۳ د رونټیا او شکایتونو برخه
- د شکایتونو د ثبت طرزالعمل:
د وزارت په وېبپاڼه کې د شکایت ثبت فورم موجود دی او تر اوسه نوي طرزالعمل شتون نه لري.
په ويب پاڼه کې د شکایتونو د ثبت لینک (https://morr.gov.af/ps/%D8%AF-%D8%B4%DA%A9%D8%A7%DB%8C%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%88-%D8%AB%D8%A8%D8%AA ).
- شکایتونو ته د رسیدنې لپاره پتې او کانالونه:
د وزارت وېبپاڼه، ټولنیزې رسنۍ (فیسبوک، ټویټر/ ایکس)، شخصي شمېرې او برېښنالیک ادرس.
- د وزارت د اړیکې شمېرې:
+93 (0) 20 295 1429 / 0777345320 / 0202951433
برېښنالیک:
media@morr.gov.af