د چارو ادارې لوی رئیس د لوړو زده کړو وزارت د مرستیالانو معرفت غونډه کې گډون او وینا وکړه
د چارو ادارې لوی رئیس د لوړو زده کړو وزارت د مرستیالانو معرفت غونډه کې گډون او وینا وکړه
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس د لوړو زدهکړو وزارت مخکینی علمي معین شيخ ضياءالرحمن اريوبي د یاد وزارت د مالي او اداري معين او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مخکینی مسلکي معين شيخ ضياءالرحمن مدني د لوړو زدهکړو وزارت د علمي معین په توګه وټاکل شول.
دا غونډه نن چهارشنبه د لیندۍ په ۵ مه د لوړو زدکړو وزارت د غونډو تالار کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم او یو شمېر نورو مسؤولینو په گډون ترسره شوه.
د غونډې پیل کې د چارو ادارې لوی رئیس وویل: د اسلامي امارت مسؤولین لکه څنګه چې د ګمارنې پر مهال غټې خبرې نه کوي دغه راز د بدلېدو یا ګوښه کېدو پر مهال هم خپل خدمتونه نه ستایي، بلکې د تل لپاره په پوره صداقت او اخلاص خپلې چارې پر مخ وړي؛ ځکه دوی اهل او امتحان شوي اشخاص دي، چې اهلیت یې د عمل په میدان کې معلوم شوی، د نظام ډېری هغه مسؤولین چې ځینو یې په اهلیت شک کاوه او مغرضو یې په هکله منفي تبصرې کولې، الحمد لله، چې عملي میدان کې یې د ستاینې وړ کار کردګۍ او خدمتونه وړاندې کړي دي.
نوموړي وویل: اسلامي امارت د نورو برخو په څېر، د تعلیم او تحصیل برخه کې ښې لاسته راوړنې لري، چې د استادانو کفایت ته توجه، له تېرو ادارو څخه د ځینو کاپي شویو، تحمیلي او سلیقوي نصابونو د باکفایته هیئتانو په توسط سره اصلاح او د سالم چاپېریال رامنځته کول یې د ستاینې وړ اقدامات دي.
د یادونې په توګه یې زیاته کړه، چې اسلامي امارت د ستونزو ختمولو او چارو ساده کولو ته جدي توجه کړې، ډېرې بې ضرورته زمانګیره پروسې یې ساده کړي او هڅه کې کوي، چې خلکو ته ټولو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
غونډه چې د قران کریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.