۳۷ تدارکاتي ادارو ته د تدارکاتي پلان مدیریت سيستم په اړه روزنه ورکړل شوه
د ملي تدارکاتو ریاست له لوري د ۳۷ تدارکاتي ادارو ۴۵ تنو کارکوونکو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانیستو تدارکاتو سیستم اړوند د تدارکاتي پلان مدیریت سیستم کې د نویو پرمختګونو او رامنځته شویو بدلونونو په تړاو روزنه او عامه پوهاوی ورکړل شو.
د غونډې په پیل کې د ملي تدارکاتو ریاست رئیس مولوي عبدالباقي منصور ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د برېښنايي تدارکاتي سیستم په تړاو معلومات ورکړل او له ټولو تدارکاتي ادارو څخه یې وغوښتل چې راتلوونکي کې د تدارکاتي پلان مدیریت سیستم نوي پورټال کې خپل تدارکاتي پلانونه اضافه کړي.
دې پروګرام کې د ملي تدارکاتو ریاست د تدارکاتي څار او ملي تدارکاتو کمیسیون د دارالانشاء مرستیال شېخ عبدالرحیم رحیمي هم وینا وکړه او د برېښنايي تدارکاتي سیستم کې نوي بدلونونه د عصري کېدلو پر لور یو ستر ګام یاد کړ او ټولو تدارکاتي ادارو څخه یې غوښتنه وکړه ترڅو د سیستم پلي کولو کې بشپړه ونډه واخلي.
په ناسته کې د مخابراتو او ټکنالوژي، مالیې، اطلاعاتو او فرهنګ، د اوبو او انرژي، پوهنې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د عدلیې، د بهرنیو چارو، ترانسپورت او هوايي چلن، لوړو زده کړو، د ارشاد، حج او اوقافو، د ټولګټو، د اقتصاد، د کانونو او پټرولیم، صنعت او سوداګرۍ، کورنیو چارو، ملي دفاع، امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو، د ښار او کور جوړولو، د شهیدانو او معلولینو چارو، د کار او ټولنیزو چارو، د کلیو پراختیا او بیا رغونې، او سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو، د ریاست الوزراء د ساتنې لوی ریاست، د ریاست الوزراء د دفتر ریاست، علومو اکاډمي، د چارو ادارې لوی ریاست، د استخباراتو لوی ریاست، د زندانونو چارو د سمون ادارې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د چارو ادارې لوی ریاست، د سټنډرډ ملي ادارې، د کابل ښاروالۍ، د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې او ملي تلویزیون په ګډون د ۳۷ تدارکاتي ادارو ۴۵ تنو کارکوونکو ګډون کړی و. د پروګرام په جریان کې ټولو ګډونوالو ته سیستم کې د نویو بدلولونو په تړاو عملي روزنه او پرېزنټېشن ورکړل شو او ترې وغوښتل شول چې راتلوونکي کې خپل تدارکاتي پلانونه د نوي پورټال په وسیله پرمخ بوځي.
د پروګرام په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته د ډاډ وړ ځوابونه ورکړل شول او د تدارکاتي ادارو مسؤولینو د تدارکاتي پلان مدیریت سیستم کې رامنځته شویو بدلونونو ستاینه وکړه او سیستم کې په عملي بڼه د پلانونو اضافه کولو څخه یې د ملي تدارکاتو ریاست ته ډاډ ورکړ او د لا زیاتې همکارۍ ژمنې یې وکړې.