د پانګونې اسانتیا رئیس د «سیزا اینست» ترکي خصوصي شرکت له استازو سره وليدل

د پانګونې اسانتیا رئیس د «سیزا اینست» ترکي خصوصي شرکت له استازو سره وليدل
دوشنبه، ربيع الاخر ۱۳مه/ تلې ۱۴مه.
د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد د «سیزا اینست» ترکي ساختماني خصوصي شرکت له استازو انجنیر عبدالله شورش او انجنیر متین سره هغوی ته په افغانستان کې د کاري زمینې برابرولو په موخه وليدل.
په پیل کې د «سیزا اینست» خصوصي شرکت استازو له ښاغلي خالد څخه د ناستې د برابرولو اړوند مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې اوس مهال په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او هېواد خپلو اصلي بچیانو ته سپارل شوی دی او په وينا یې چې په هېواد کې د بهرنیانو حضور ختم شوی او همدا لامل شوی؛ څو د دوی شرکت چمتو شي چې د اسلامي امارت سره په همغږۍ په افغانستان کې د هر ډول ساختماني پروژو په پلي کولو کې برخه واخلي.
ورپسې د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد د نوموړي شرکت استازو ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه، چې د اسلامي امارت پاليسي اقتصادمحوره ده او غواړي له ټولو سیمهییزو هېوادونو سره د شریعت په رڼا کې ښې اړیکې ولري.
نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو څو لسیزو کې دلته بنسټیز او زېربنایي کارونه نه دي ترسره شوي، خو اسلامي امارت هوډ لري، چې په دې برخه کې پراخ پرمختګونه وکړي او هېوادوالو ته د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړي. ښاغلي خالد همداراز د «سیزا اینست» خصوصي شرکت استازو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې «سیزا اینست» د ترکيې له معتبرو ساختماني خصوصي شرکتونو څخه دی، چې په ګڼو هېوادونو کې د سړکونو، رېلپټلیو، تونلونو، بندونو او انرژۍ په برخو کې فعالیتونه ترسره کوي.