د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د يوې عمومي خبرتیا له مخې د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۱۴۴۶/۱۰/۲۳ نېټې د ۵۵۷ شمېرې پرېکړې له مخې د مرکز او ولایاتو د سب سټېشنونو د اړتيا وړ بېلابېلو تجهيزاتو د وړاندې کولو پروژه چې تشخصيه شمېره يې NPD/DABS/1403/G-634/NCB/REBID ده، د برق طلوع خورشيد خدماتي او انجينري شرکت ته چې د جواز شمېره يې D-64865 ده او د کابل ښار محمود خان پل کې موقعيت لري په مجموعي قيمت په 84،549،828 څلور اتيا ميليونه، پنځه سوه نهه څلوېښت زره، اته سوه اته ويشت افغانيو په قرار داد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.