د پانګونې اسانتیا رئیس د پیمان او چیتا خوراکي توکو د تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه
د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد، د خپلو لیدنو په لړ کې د چیتا د کورنیو خوراکي توکو د تولید فابریکې او د پیمان ایسکریم فابریکې څخه لیدنه وکړه.
دغه لیدنه چې نن دوشنبه (جمادي الثاني۱۴مه/لیندۍ۲۶) ترسره شوه، په ترڅ کې یې د پانګونې اسانتیا رئیس وویل: د افغانستان اسلامي امارت له خصوصي سکتور او صنعت کارانو څخه ملاتړ کوي، او د پانګوالو ستونزې په حل کېدو دي. نوموړي زیاته کړه چې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د پرېکړې پر بنسټ به ډېر ژر د هېواد په کچه د صنعت کارانو لپاره صنعتي پارکونه په پام کې ونیول شي.
داود خان د چیتا فابریکې تخنیکي مسؤول د فابریکې د تولیداتو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه وویل چې اوس مهال په دې فابریکه کې ۲۰۰ کسان په مستقیم ډول په کار بوخت دي او دا فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۰,۰۰۰ کارتنه خوراکي توکو لکه چپس، پاپړ او سلانټي تولید وړتیا لري.
ښاغلي خالد د پیمان ایسکریم تولیدي فابریکې څخه هم لیدنه وکړه، چې په دې فابریکه کې په مستقیم ډول ۴۰۰ کسان او په غیر مستقیم ډول د ایسکریم د تولید په فصل کې ۱۰,۰۰۰ کسان په کار بوخت دي.
د یادو فابریکو مسؤولینو له پانګوالو وغوښتل چې د چپس او ایسکریم لپاره د ځانګړو پاکټونو (سلیفون) د تولید په برخه کې پانګونه وکړي، ترڅو له ګاونډیو هېوادونو څخه وارد نه شي. دوی همداراز د خامو موادو، لکه شیدو او د پنیر پوډر، د لوړو تعرفو لوړوالي جدي ننګونه وبلله.