د چارو ادارې لوی رئيس: علم انسان د ژوند اصلي هدف ته رسوي

د چارو ادارې لوی رئيس: علم انسان د ژوند اصلي هدف ته رسوي
د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د ميدان وردګ ولایت د جهادي مدرسې د فاضلانو فراغت غونډه کې وويل چې د علم پر مټ انسان په اسانۍ سره د ژوند موخو ته رسيږي او زياته يې کړه چې الله تعالی د خپل کلام په لومړي ايت کې انسان د هغه علم په زده کړه مکلف کړی چې د الله تعالی معرفت پرې حاصلېږي او انسان پرې د خپل ژوند اصلي هدف ته د رسېدو مزل اسانه کوي.
دا غونډه چې شنبه (جمادي الثاني ۱۹مه/مرغومي لومړۍ) د میدان وردګ ولایت مرکز غازي سټېډیم کې جوړه شوې وه؛ پکې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د ميدان وردګ والي، د پوهنې او ټولګټو چارو وزارتونو، کابل جهادي مدرسې مسؤولينو، علماء کرامو، قومي مشرانو، ځوانانو او عامو خلکو ګډون کړی و.
غونډې ته د چارو ادارې لوی رئيس وويل څوک چې له علم سره اړيکه لري، هغوی له لوی نعمت او حکمت څخه برخمن دي او الله تعالی چې انسان پيدا کړی دی، هغه ته يې د علم زده کولو امر کړی، ترڅو پرې د دنيا او اخرت چارې برابرې کړي.
نوموړي فاضلانو ته په خطاب کې وويل چې تاسو اوس د ژوند يو نوي پړاو او مسؤوليت ته ورداخل شوئ، د مدرسې د استادانو له لوري ستاسو په سر د پګړۍ اېښودلو مطلب دا دی چې تاسو اوس د نوي مکلفيت (امامت، خطابت، تدريس، تاليف، افتاء، دعوت، قضاء او...) وړتيا لرئ؛ که هڅې وکړئ د دين په يادو شعبو کې د ښه خدمت جوګه کېدلی شئ.
د چارو ادارې لوی رئيس وويل افغانستان له پېړيو راهيسې اسلامي هېواد دی، مګر ډېرو ناوړو دودونو او بدو رواجونو د اسلامي احکامو او مبارکو نبوي سنتو ځای او د ګڼو فقهي احکامو د پلي کېدو مخه نيولې ده، له اسرافه ډک ګڼ بد رواجونه د افغاني ټولنې په زياتره برخه مسلط دي، له دې امله چې خلک په یوازې سر نه شي کولای ځانونه ترې خلاص کړي؛ د اسلامي امارت مشرتابه، د مهربانۍ له مخې اړونده امارتي ادارو او علماء کرامو ته امر کړی چې معقول ترتيب جوړ کړي تر څو په ټولنه کې د بدو رواجونو د مخنيوي په موخه ګټور اقدامات ترسره شي.
د نوموړي په وينا د ملاماتوونکو بدو رواجونو څخه يو هم لوړ ولور، د واده او ښادۍ اړوند لسګونه بېلابېل رواجونه دي چې د شرعي نکاح او واده له روح سره سراسر په ټکر کې دي او له اخلاقي او ټولنيز فساد سربېره اقتصادي ناخوالې او پرديو هېوداونو ته د ځوانانو د مسافرت سبب او زياتو کورنيو د پريشانيو لامل ګرځيدلی دی.
غونډې ته يو شمېر نورو مسؤولينو هم د علم د ارزښت او علماوو د مسؤوليت په اړه ويناوې وکړې او دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.