د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د کابل ښار د ۲۲ ناحیو له ځوانانو سره ولیدل

 

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د کابل ښار د ۲۲ ناحیو ځوانانو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه وليدل.

دغه غونډه چې نن چهارشنبه (جمادي الثاني ۲۹مه/مرغومي ۱۲مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ په پيل کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال نورمحمد حيدري ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل د چارو ادارې لوی رياست يوه دنده دا هم ده چې د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره وګوري او د هغوی ستونزې واوري.

د کابل ښار د ۲۲ ناحیو ځوانانو په خپل وار سره خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت له راتګ څخه وروسته امنیت راغلی او د ټول ملت لپاره یې د خوښۍ ځای وباله او ددې ترڅنګ یې دا د الله تعالی یو ستر نعمت یاد کړ.

یادو ځوانانو د خپلو شته ستونزو د حل په موخه نظریات وړاندې کړل، چې په دې لړ کې یې په یادو ناحیو کې د صحي کلینیکونو، ښوونځي او مدرسو د کمبود له امله د ټولنې افراد له ستونزو سره مخ دي او د هوا ککړتیا په خاطر بېلابېلې ناروغیو باندې خلک اخته دي.

د دې ترڅنګ یادو ځوانانو وویل نیمه پیړۍ وشوه چې غربي دښمن موږ سره په حربي جګړه بوخت وو، دا چې هغوی په مخامخ جګړه کې ماته وخوړه، مګر هغوی اوس هم موږ سره په فکري، اقتصادي او فرهنګي برخه کې لا جګړه زیاته کړې، یادو ځوانانو وویل چې په ټولو سیمو کې د ځوانانو لپاره د مطالعې عامه کتابتونونه جوړ شي.

د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد رباني ناصح د کابل ښار د ۲۲ ناحیو ځوانانو ستونزې، نظرونه او طرحې واورېدې او ډاډ يې ورکړ چې د اسلامي امارت مسؤولين د ولس تر څنګ ولاړ دي، ستونزو ته به يې رسېدنه کوي او اړوندو مقاماتو سره به يې د حل په موخه شريکوي.

دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پیل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.