یو باب درې پوړیز کور د کابل ښار په درېيمه ناحیه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

یو باب درې پوړیز کور د کابل ښار په درېيمه ناحیه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د اسنادو له ارزونې وروسته، یو باب کور د کابل ښار درېیمه ناحیې اړوند کارته چهار سیمې درېیم سړک ته څېرمه د ګذر وکیل په حضور کې د اصلي مالک استازي ته ورسپاره.

پنج‌شنبه، ربیع الاخر ۹مه/تلې ۱۰مه.
د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو تن مسؤول وویل؛ له څه مودې راهیسې یاد کور کې یو غیر مسؤول شخص ژوند کاوه، چې د اسنادو تر څېړنې او د ملکیت تر تثبیت وروسته، د سیمې د وکیل په مرسته یاد کور د اصلي مالک فضل احمد د محمد ناصر زوی وکیل ته تسلیم شو.

محمد کبیر چې د کور د اصلي مالک استازی ده د کور د مالک له لوري یې د مننې او خوښۍ ترڅنګ زیاته کړه چې یاد کور کې یو غیر مسؤول شخص اوسېده، د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست ته مو عریضه وکړه چې د دې ریاست په مرسته یاد کور بیرته مونږ ته وسپارل شو.

د یادونې وړ ده چې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست لسګونه کورونه او اپارتمانونه د اسنادو له تثبیت او څېړنې وروسته خپلو اصلي مالکینو ته سپارلي او دا لړۍ لا دوام لري.