د داوطلبۍ خبرتيا

د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د اوبو او انرژۍ وزارت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم:د پکتيا ولايت د ګاويان بند پروژې ودانيزې چارې.
د داوطلبۍ شمېره : NPD/MOWE/1403/W-1060/NCB
د افرپرانيستې ناسته:1403 کال د کب ۲۷مه له غرمې مخکې 10:00 بجې.
بانکې تضمين د افر په ډول: 1,600,000 افغانۍ.
داړيکې شمېره: 0202143274
برېښناليک : npd.bidding1@gmail.com
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
یادونه: انټرنټي او ناوخته استول شوي افرونه د منلو وړ نه دي.