د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د (۱۳۹۹/۶۱۸) ګڼې حکم د تطبیق په موخه غونډه ترسره شوه
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د (۱۳۹۹/۶۱۸) ګڼې حکم د تطبیق په موخه غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې عمومي رئیس، شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ، د چارو ادارې د عامه اقتصاد او زیربناوو رئیس، مفتي شمسالرحمن، د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت، د اوبو او انرژۍ وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت د استازو په ګډون، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د(۱۳۹۹/۶۱۸) ګڼې حکم او د وزیرانو شوراء د (۲مې) ګڼې نظر د تطبیق په موخه چې د برېښنا کچې لوړولو، د شته ستونزو د حل لارو موندلو، د دښتالوان–کابل د برېښنا رسونې تړون څېړنې او صنعتي فابریکو ته د اړتیا وړ برېښنا برابرولو په تړاو ناسته ترسره شوه.
چهارشنبه، ۱۴۴۸هـ.ق ربیعالثاني درېیمه/۱۴۰۵هـ.ق وږي ۲۵مه.
په یاده ناسته کې د چارو ادارې عمومي رئیس، شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، وویل چې د برېښنا د وېش برخه کې باید صنعتي پارکونو او شفاخانو ته لومړیتوب ورکړل شي او د برېښنا کچې لوړولو لپاره لازمې هڅې ترسره شي، چې دې سره به د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ځانبساینې زمینه برابره او خلکو ته به کاري فرصتونه رامنځته شي.
همدارنګه، د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت سره په همغږۍ، د دښتالوان–کابل د برېښنا رسونې تړون د څېړنې، د اړینو تولیدي فابریکو لپاره د اړتیا وړ برېښنا برابرولو او صنعتي فابریکو ترمنځ د برېښنا د مناسب وېش د څرنګوالي په اړه هم بحث وشو.
په پای کې، د چارو ادارې عمومي رئیس، شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د موضوع د لا ښه تنظیم او عملي حل لارو موندلو په موخه د اړوندو ادارو ترمنځ پر دوامداره همغږۍ او د موضوعاتو پر جدي تعقیب ټینګار او اړوندو ادارو استازو ته لازمې لاښوونې وکړې او همداراز یې دې برخه کې د اړوندو ادارو ترمنځ د ګډې تخنیکي کمېټې رامنځته کولو لارښوونه وکړه.
یاده ناسته چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خير دعاء سره پای ته ورسېده.