د امارتي ماشين خانې اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د تطبيق په موخه ناسته ترسره شوه

د امارتي ماشين خانې اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د تطبيق په موخه ناسته ترسره شوه
د چارو ادارې لوی ریاست د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي سیدحسن شاهاغا په مشرۍ د امارتي ماشین خانې د سپارلو اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د تطبيق په موخه غونډه ترسره شوه.
يکشنبه، ربیع الاخر ۱۲مه/ تلې ۱۳مه.
دغه غونډه د چارو ادارې لوی ریاست د مالي او اداري مرستیال په کاري دفتر کې جوړه شوې وه؛ په کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي قدرتاللّٰه جمال او یو شمېر نورو مسؤولینو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري مرستیال ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د چارو ادارې لوی ریاست ته حکم شوی؛ ترڅو امارتي ماشین خانه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپاري؛ چې یاد وزارت د ناشرانو، کتاب پلورونکو، خصوصي او امارتي مطبعو، د کاغذ تولیدوونکو او واردوونکو ستونزو ته په ښه او اغېزناک ډول رسېدنه وکړي.
په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د چارو ادارې لوی ریاست او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري یوه ګډه کمېټه جوړه شي؛ څو امارتي ماشین خانه په داسې ډول یاد وزارت ته انتقال کړي چې د نوموړې ودانۍ جوړښت ته هېڅ زیان ونه رسېږي او د تاريخي اثارو بشپړه ساتنه وشي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه؛ د خير په دعاء پای ته ورسېده.