د افغانستان د برېښنایي او پرانېستو تدارکاتو سېسټم په اړه انلاین ښوونیز پروګرام ترسره شو

د افغانستان د برېښنایي او پرانېستو تدارکاتو سېسټم په اړه انلاین ښوونیز پروګرام ترسره شو

سه‌ شنبه، ۱۴۴۷هـ.ق، محرم الحرام ۲۶مه/ ۱۴۰۴هـ.ش، چنګاښ۳۱مه
د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنایی تدارکاتو سېسټم د پراختیا امریت له‌ خوا انلاین ښوونیز پروګرام «د برېښنایي او پرانېستو تدارکاتو د سېسټم له لارې د تدارکاتي پلانونو د ثبت، منظورۍ او پروسو د طی کولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې د امارتي ادارو او امارتي شرکتونو د استازو لپاره ترسره شو.
په پروګرام کې له ۶۵ تنو ډېر د تدارکاتو تخنیکي مسؤولینو، د پلان امرینو او د امارتي ادارو استازو ګډون درلود.

د پروګرام موخه:
د دې ښوونیز پروګرام اصلي موخه د امارتي ادارو د کارکوونکو د پوهاوي لوړول او د برېښنایي تدارکاتو سېسټم څخه د اغېزناکو ګټو اخیستلو او وړتیاوو پیاوړي کول وو.

پروګرام کې شامل موضوعات:
د افغانستان د برېښنایي او پرانېستو تدارکاتو سېسټم پېژندنه او د تطبیق اهمیت،
په ادارو کې د سېسټم د تطبیق د پیل څرنګوالی، په سېسټم کې د تدارکاتي پلان د ثبت طریقه، د پلان د منظورۍ مراحل، د ادارو له ‌خوا د تدارکاتي پروسو پر مخ بیولو بهیر له اعلان څخه تر قرارداد پورې، د ګډونوالو پوښتنو ته ځواب‌ ویلو برخه.

په دې پروګرام کې د برېښنایي تدارکاتو ټولې برخې، د پلان‌ جوړونې، د قراردادونو د پرمختګ د څارنې سېسټم، د شرکتونو ثبت او د داوطلبۍ فرصتونه په تفصیل سره تشریح شول او د ګډونوالو پوښتنو ته هر اړخیز ځوابونه ورکړل شول.

د ملي تدارکاتو ریاست ټینګار کوي چې د دې ډول ښوونیزو پروګرامونو لړۍ به د سېسټم د لا ډېر نهادینه کولو په موخه په منظم ډول دوام ولري.
همداراز، د ملي تدارکاتو ریاست هوډ لري چې د یاد سیسټم له لارې تدارکاتي پروسی لا اسانه، لنډی او شفافې کړي.