د ډبرو سکرو د بارګیرۍ ځایونو جوړېدو پروژې د ملکیت ټاکلو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ډبرو سکرو د بارګیرۍ ځایونو جوړېدو پروژې د ملکیت ټاکلو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د کابینې او عالي کمېسیونونو چارو د انسجام رئیس مولوي محمدصادق عاکف په مشرۍ د ډبرو سکرو بارولو ځایونو جوړېدو پروژې د ملکیت ټاکلو او د دغو ځایونو د تصفیه شویو ځمکو د لېږد پړاوونو په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

شنبه، صفرالمظفر ۲۹ مه/ د وږي لومړۍ.
غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، مالیې او ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو استازو ګډون کړی وو. پیل کې د کابینې او عالي کمېسیونونو چارو د انسجام رئیس د یادې موضوع اړوند معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د غونډې ګډونوالو د ډبرو سکرو د بارولو ځایونو جوړېدو پروژې د ملکیت او تصفیه شویو ځمکو په اړه هر اړخیز بحث او نظرونه تبادله کړل.

د چارو ادارې لوی ریاست د کابینې او عالي کمېسیونونو چارو د انسجام رئیس، د ګډونوالو د نظریاتو تر اورېدو وروسته، پرېکړه وکړه چې د اړوندو لوریو نظرونه به سره یو ځای (توحید) شي او د وروستۍ پرېکړې لپاره به د ریاست الوزراء عالي مقام سره شریک شي.

یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.