د داوطلبۍ خبرتيا

 

د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغان ټيلي کام مخابراتي شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

د پروژې نوم: د ۱۴۰۴ لمريز کال د سلام شبکې د مرکزي دفترونو او زونونو لپاره د اړتيا وړ ډيزل تېلو د تدارک پروژه
د داوطلبۍ شمېره: NPD/AT/1403 /NCB/ G-1134
د افر تضمين: د افر تضمین د اظهار لیک په توګه په پام کې نیول شوی چې د توکو د 09 فورمې په توګه وړاندې کېږي.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۱۴۳۲۷۴
برېښناليک: npd.bidding4@gmail.com
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
یادونه: انټرنټي او ناوخته رالېږل شوي افرونه د منلو وړ نه دي.