د چارو ادارې لوی رئیس: اسلامي امارت کورني تولیداتو ته لومړیتوب ورکوي

د چارو ادارې لوی رئیس: اسلامي امارت کورني تولیداتو ته لومړیتوب ورکوي

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د غوښو او لبنیاتو امارتي شرکت اړوند مسلخ کې د غوښو د پروسس، پاکوالي او لبنیاتو د تولید بهیر څخه لیدنه وکړه.

دغه لیدنه نن شنبه صفر المظفر ۲۹ مه د وږي لومړۍ د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او یو شمېر نورو مسؤولینو په ګډون ترسره شوه.

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: اسلامي امارت د کورنيو تولیداتو څخه جدي ملاتړ کوي او هڅه کوي چې هېواد په غوښو، لبنیاتو او نورو اړینو توکو کې په ځان بسیا کړي.

د چارو ادارې لوی رئیس وویل: د دغه ډول فابریکو او شرکتونو پراختیا نه یوازې د ولس لپاره آسانتیا برابروي، بلکې د هېواد په اقتصادي وده او د بېکارۍ په کمولو کې هم مهم رول لري. او په مسؤولینو یې تاکید وکړ چې د خلکو لپاره لوړ کیفیته او مناسب قیمت لرونکي محصولات برابر کړي.

د یاد مسلخ مسؤول قاري رحمت الله عباس وویل: له دې شرکت څخه امارتي ادارو او عام بازار ته غوښه نظافت، مناسب قېمت او لوړ کیفیت او د معیارونو مطابق برابرېږي.