په کندهار کې د نساجي ۱۰۰۰ جریبه ځمکې د انتقال په اړه غونډه وشوه

 

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس انجنیر مولوي احمدضیاء خالد په مشرۍ د مالیې، صنعت او سوداګرۍ او امارتي شرکتونو د استازو په ګډون په کندهار کې د نساجي ۱۰۰۰ جریبه ځمکې د انتقال په هکله غونډه ترسره شوه.

دا غونډه نن یکشنبه(شوال المکرم ۲۹مه/غوایي ۷مه) د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس انجنیر مولوي احمدضیاء خالد په کاري دفتر کې جوړه شوې وه؛ چې پکې د مالیې، صنعت او سوداګرۍ او امارتي شرکتونو استازو هم ګډون کړی وو.

د غونډې ګډونوالو په کندهار کې د نساجي ۱۰۰۰ جریبه ځمکې د قانوني، اصولي او حقوقي انتقال په هکله خپل نظرونه وړاندې کړل، ورپسې د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس انجنیر مولوي احمدضیاء خالد وویل چې په کندهار کې د نساجي ۱۰۰۰ جریبه ځمکې د انتقال ټول قانوني او اصولي مراحل ترسره شوي، ځمکه عملاً د یوه پروتوکول له مخې له مالیې وزارت څخه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شوې، چې د دوی لخوا به د وروستۍ پرېکړې لپاره د رئیس الوزراء عالي مقام ته وړاندې شي.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعا پای ته ورسېده.